Pajhwok Afghan News

بلخ کې ځیني خلک د بېوزلۍ له امله د خپلو کورونو وسایل پلوري

مزارشريف (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۰): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د هغو کورنيو شمېر مخ پر ډېرېدو دی چې بهر ته د تلو په خاطر او يا هم بېوزلۍ له امله د خپلو کورونو وسايل په نيم قيمت پلوري.

دوی وايي چې کاروبار نشته، بانکونه تړلي، نو له همدې امله خپلو اولادونو ته د ډوډۍ پيدا کولو  په خاطر اړ دي چې خپل د کور توکي وپلوري.

په مزارشريف ښار کې د زړو توکو پلورلو کوڅه تر بل هر وخت ډېره د ګڼې ګوڼې شاهده ده.

په دغه ځای کې پېرونکي او پلورونکي دومره بوخت وو چې چا په اسانۍ له پژواک سره خبرو ته زړه هم نه ښه کاوه.

دغه وړوکي خو له بيروباره ډک بازار ته هره شېبه له کورونو نوي وسايل راتلل او په کمه بیه پلورل کېدل.

نورمحمد د مزار ښار د زړو توکو پلورلو په بازار کې د کورنيو وسايلو د پېر او پلور کاروبار لري.

هغه پژواک ته وويل چې دوی کورونو ته ورځي او له خلکو ټول کور په پيسو اخلي او بيا يې وسايل په بازار کې پلوري.

نوموړي وويل: ((حساب د جور امد دی، داسې وخت راغلی چې د يوه کور وسايل مو په ۲۰زره افغانۍ اخيستي، خو بېرته مو په بازار کې ياد توکي په انفرادي ډول په ۷۰زره افغانۍ پلورلي دي.))

د هغه په وينا، ځيني خلک دومره مجبور دي چې ښه پوهېږي وسايل يې ارزانه ترې اخيستل کېږي؛ خو بيا يې هم پلوري.

د کورنيو وسايلو دغه پېرونکي د پژواک يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې ياد ټول کسان بهر ته نه ځي، بلکې د هغه په خبره، ډېرې کورنۍ د غريبۍ له امله خپل د کور توکي پلوري.

نوموړي زياته کړه: ((په بازار کې کاروبار نشته، بانکونه بند دي، ډېری کورنۍ يوه روپۍ عايد نه لري؛ نو په دغسې حالت کې مجبورېږي چې خپل د کورونو وسايل خرڅ کړي.))

خيرمحمد د مزارشريف اوسېدونکی دی چې د خپل کور يخچال، د کالو مينځلو ماشين او يو شمېر نور سامان الات يې د پلورلو لپاره دغه بازار ته راوړي دي.

هغه پژواک ته وويل چې له تېرو درې اونيو راپدېخوا يې کار نه دی کړی او نه يې هم کور ته يوه روپۍ ګټه راوړې ده.

نوموړي وويل: ((ما خپل ژوند په روز مزدورۍ چلاوه، د ورځې به مې لږ تر لږه ۳۰۰ افغانۍ کار کاوه او خپله څلور کسيزه کورنۍ مې چلوله خو او نږدې شل ورځې کېږي چې يوه ورځ هم چا کار ته نه یم بيولی.))

د هغه په وينا، اخر مجبور شو چې د کور سامان الات راوړي او ويې پلوري.

نوموړي په داسې حال کې چې په څېره کې يې ستړيا له ورايه ښکارېده، وويل چې ټول قيمتي توکي تر نیمايي هم په کمه بیه غواړي.

هغه وويل چې يو شمېر خلک خارج ته د تګ په خاطر د خپلو کورونو توکي پلوري، خو زياته يې کړه چې دی يې خپلو بچو ته د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کېدو په خاطر پلوري.

جمال الدين د مزارشريف بل اوسېدونکی دی چې د خپل کور ټول توکي يې پلورلي دي.

هغه وايي کورنۍ يې نيت کړی چې پاکستان يا ايران ته کډواله شي او خپل نور ژوند هلته تېر کړي.

نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((مجبور يو لاړ شو، څه شی وخورو، معاشونه بند شول، کار نشته او نور عايد نه لرو، نو مجبور يو اخوا لاړ شو، که نور څه نه يې ښايي يوه مړۍ ډوډۍ خو راته ورسېږي.))

هغه زيته کړه چې روان وضعيت بايد ژر تر ژره کنټرول شي.

د مزارشريف اوسېدونکي محمد نبي پژواک ته وويل چې روان ګونګ حالت په خلکو کې د فقر کچه لوړه کړې ده.

نوموړی له طالبانو غواړي چې هر څومره ژر کېږي بايد نوی حکومت اعلان کړي.

هغه زياته کړه: ((حتی هغه خلک هم له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شوي چې ګومان کېده ډېره شتمني لري، روان وضعيت ډېر خطرناک دی او د طالبانو مسوولين بايد جدي توجه ورته وکړي.))

د هغه په وينا، که حکومت اعلان شي نو تمه شته چې بېرته به کاروبار پيل شي او ورسره به د خلکو ستونزې هم کمې شي.

د اړوندې موضوع په اړه د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق پژواک ته وویل چې ډېر ژر به دوی خپله کابینه اعلان کړي او په فعالیت به پيل وکړي.

هغه وویل چې اوس هم ځينو ادارو خپل فعالیتونه پیل کړي او د خلکو په خدمت کې دي او ډېر ژر به نورې ادارې هم خپل فعالیتونه پيل کړي.

نوموړی وایي، ډېر ژر به سوداګرو ته اسانتیاوې برابری کړي چې خپل کارونه مخې ته یوسي.

دی وايي، په ښار کې ټول مارکېټونه خلاص دي، خو لږ وخت ته اړتيا ده چې هر څه بېرته عادي حالت ته راګرځي.

Views: 10

Exit mobile version