Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کرونا فاریاب

کابل (پژواک، ٨ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٧٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣١٩ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٧٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٢٢٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٣ کسان په زابل، ١١ په کندهار، ١٠-١٠ په کندوز او بدخشان، ٧ په کابل، ٦ په بادغيس، ٥-٥ په غور او فراه، ٣ په تخار او ٢ په بلخ ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٠٩٩٦٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١١٨ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٧ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٤ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 65

Exit mobile version