Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې پنځه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ٩ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤٠ مثبتې پېښـې ثبت شوې او پنځه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٨ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٧٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤٠ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٢٦٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شويو پېښو کې ١٤ کسان په بدخشان، ٧ په زابل، ٦ په کندهار، ٤ په بادغيس، ٣ په کابل او ٢-٢ په فراه، باميان او کندوز ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٨٣ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٠١٤٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٥ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٢٣ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٨ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٤ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 8

Exit mobile version