Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله څوک نه دي مړه شوي

کرونا فاریاب

کابل (پژواک، ١١ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٦١ مثبتې پېښـې ثبت شوې خو له امله يې څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ١١ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٨٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٦١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٣٧٥ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٢٢ کسان په بدخشان، ٢١ په زابل، ٦-٦ په کابل او باميان، ٣ په غور، ٢ په تخار او يو په پکتيا ولايت په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٦٨ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١١٢٨١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي، خو په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تر اوسه ٧١٢٧ کسان مړه شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢١٩ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٤ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 19

Exit mobile version