Pajhwok Afghan News

په غور کې یوه ښځینه پولیسه وژل شوې

فیروزکوه (پژواک، ۱۴وږی ۱۴۰۰): ناپېژاندو وسله والو په غور ولایت کې یوه ښځینه پولیسه وژلې ده.

د دې پولیسې د کورنۍ یوه غړي چې د نوم له اخیستو ډډه کوي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د یادې پولیسې د کور له پلټنې وروسته، هغه په داسې حال کې چې امېندواره وه، وژلې ده.

هغه زیاته کړه چې دغو وسله والو نګار له دې امله وژلې چې مخکې یې په پولیسو کې دنده ترسره کوله.

په ورته مهال، د غور ولایت لپاره د اسلامي امارت د نظامي کمېسیون مسوول مولوي نېک محمد وویل چې دوی د یادې مېرمنې د وژنې په تور څو کسان نیولي دي.

هغه زیاته کړه چې له یادو کسانو پلټنې روانې دي.

د نګار کورنۍ وایي، نوموړې له ۷ کلونو راهیسې په غور کې د ملي پولیسو په چوکاټ کې دنده ترسره کوله.

د هغوی په خبره، نګار یواځې د غور ولایت د ښځینه زندان د برخي د تلاشۍ مسوولیت پر غاړه درلود.

Views: 17

Exit mobile version