Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩ کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کابل (پژواک، ١٤ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١١١ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٩ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ١٤ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٥١٠ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١١١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٥٣٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٦٨ کسان په هرات، ٩-٩ په بلخ او بدخشان، ٧ په بغلان، ٦ په کابل، ٥ په زابل، ٤ په بادغيس، ٢ په کندوز او يو کس په غور ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٤٥٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١١٩٦٨ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٩ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٤١ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٠ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٧ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 14

Exit mobile version