پاراخ (پژواک، ۱۴ وږی ۱۴۰۰): طالبان وايي چې د پنجشیر ټولې ولسوالۍ یې تر خپل کنټرول لاندې راوستې او د ولایت پر مرکز یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړی؛ خو مخالفه جبهه د طالبانو له لوري د درېیو ولسوالیو سقوط تاییدوي.
د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر محمد بلال کریمي وایي، نن (یکشنبه) غرمه، د پنجشیر رخه ولسوالي هم طالبانو نیولې ده.
د هغه په وینا، د دغه ولایت پاتې پنځه ولسوالۍ له دې مخکې طالبانو نیولې وې او اوس (د مازیګر شاوخوا ۴:۳۰ دقیقې)، طالب ځواکونه د ولایت د مرکز (بازارک) په لور د پرمختګ په حال کې دي.
هغه له جرئیاتو پرته وویل چې په دې جګړه کې د طالبانو مخالفې جبهې ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
خو په پنجشیر کې د وسله والو طالبانو د مخالفې جبهې یوې سرچینې وویل چې طالبانو د دغه ولایت درې ولسوالۍ (عنابه، شتل او پریان) تر خپل کنټرول لاندې راوستي او اوس رخې ولسوالۍ ته نږدې شوي او د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه روانه ده.
هغه زیاته کړه چې دره او خنج ولسوالۍ او د دغه ولایت مرکز د یادې مخالفې ډلې تر واک لاندې دي.
سرچینه وايي، د طالبانو تازه دمي ځواکونه نن له غرمې وروسته درې ولسوالۍ ته هم ننوتلي؛ خو تر اوسه په دغه ولسوالۍ کې نښته نه ده شوې.
Views: 40