Pajhwok Afghan News

ډاکتر عبدالله له ایرانه د بشري مرستو غوښتنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۱۴۰۰): د روغې جوړې عالي شورا پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په یوه ټیلېفوني اړیکه کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره له ترهګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې د ټولګډون حکومت جوړېدو په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي چې نن (د وږي ۱۵مه) د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د مصالحې شورا له پخواني رییس ډاکتر عبدالله عبدالله سره په ټیلېفوني اړیکه کې د افغانستان پر روان حالت خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو خواوو په دې اړیکه کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې او په افغانستان کې د ټولګډون حکومت پر جوړېدو بحث کړی دی.

سرچینې لیکلي چې ډاکتر عبدالله په افغانستان کې د انساني وضعیت د تشریح ترڅنګ له ایرانه د بشري مرستو غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، په یادو ټیلېفوني خبرو کې یې ټينګار کړی، دا د افغانستان خلک دي چې تر وروستي بریده د خپل هېواد د راتلونکي په اړه تصمیم ونیسي.

Views: 16

Exit mobile version