Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٤ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ١٥ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٩٢ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٤ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٢٩٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٩٢ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٦٢٦ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٧٧ په هرات، ٤-٤ په کابل او باميان، ٣-٣ په کندهار او کندوز او يو په ننګرهار ولايت په کرونا ويروس اخته شوى دى.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧١ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٢٠٣٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٤ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٤٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢١ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ١٩٨ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٥،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 2

Exit mobile version