Pajhwok Afghan News

کابل کې د لاریون کوونکو خورولو لپاره هوايي ډزې وشوې

کابل (پژواک، ۱۶ وږی ۱۴۰۰): په کابل کې یو شمېر کسانو د پاکستان پر ضد او پنجشېر کې د «مقاومت جبهې» په ملاتړ لاریون وکړ، خو په سیمه کې موظفو امنیتي کسانو د لاریون د مخنیوي لپاره هوایي ډزې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو کابل او له پنجشېر پرته نور ولایتونه څو ورځې مخکې ونیول، خو یو شمېر کسانو پنجشېر کې د طالبانو پر ضد د«مقاومت جبهه» جوړه کړه. طالبانو په دغه ولایت کې تر شپږ ورځې جګړې وروسته، پرون سهار وویل چې پنجشېر یې هم په بشپړ ډول نیولی دی.

په یاده جګړه کې د ډېرې مرګ ژوبلې خبرونه خپاره شوي، خو وړمه شپه ځینو سرچینو وویل چې د یادې جبهې ویاند فهیم دشتي او د جبهې بل غړی جنرال محمد داوود هم د وژل شوو کسانو له ډلې دي.  ځینو کسانو ادعا کړې چې فهيم دشتي د پاکستاني ځواکونو په هوايي بريد کې وژل شوی، خو د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد تېره ورځ وویل چې دشتي په جګړه کې نه، بلکې د دوو سیمه ییزو قوماندانانو په «خپل منځي منازعه» کې وژل شوی دی.

له دغې پېښې وروسته تېره شپه د کابل ښار د لسمې امنيتي حوزې اړوند اريا ښارګوټي کې یو شمېر کسانو لاریون وکړ، د پاکستان پر ضد او د «مقاومت جبهې» په ملاتړ یې شعارونه ورکول او نن هم لسګونو کسانو چې ښځې هم ورسره وې کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته را ټول شوي وو.

دغو لاریونوالو په خپلو شعارونه کې ویل:« مرګ پر پاکستان، پاکستانه له افغانستان ووځه.»

د دغه لاریون یوه ګډونواله وایي چې د پنجشېر ولایت ټولې لارې تړلې دي او هیڅوک حق نه لري چې پنجشېر ولایت ته ننوځي.

هغه وایي:« نه طالبان او نه هم د طالبانو استازي او نه پاکستان په پنجشېر ولایت د تجاوز حق لري، پاکستان به بد وکړي چې زموږ ولایت ته راد ننه شي او پر موږ حمله وکړي، ژوندی دې وي مقاومت او ژوندی دې وي د مقاومت نسل.»

ځینو لاریونوالو پژواک ته ویلي، هغوی غوښتل چې له کارته پروان څخه د زنبق څلور لارې او بیا د ارګ مخې ته ځانونه ورسوي، خو په کارته پروان کې موظفو طالبانو هوایي ډزې وکړې او لاریونوال خواره واره شول.

طلوع تلوېزیون ویلي چې طالبانو د دغه تلوېزیون یو تصویراخیستونکی هم نیولی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد سکرتر بلال کریمي دغه لاریون ته په اشارې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي:« موږ پوهیږو ضیا مسعود، صلاح الدین رباني، قانوني، پدرام، محقق او خلیلي په اسلام آباد کې، امرالله صالح او احمد مسعود تاجکستان کې، دوستم او عطانور په ازبکستان کې، فیسبوکي او ټویټري ښکنځلماران په غرب کې اوسيږي؛ خو ګوسفندي پلویان یې د مظاهرو په عنوان کابل ته راغلی امن او نظم اخلالوي.»

Views: 347

Exit mobile version