Pajhwok Afghan News

یو شمېر هېوادونو د طالبانو د سرپرستې کابینې په اړه بېلابېل غبرګونونه ښودلي دي

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): اروپایې ټولنې، جرمني او چین د طالبانو د سرپرستې کابینې پر ترکیب نیوکې کړي، چاپان او قطر هېوادونو د طالبانو د کړنو د څار خبره کړې، خو ازبکستان بیا د سرپرستې کابینې اعلان په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره یوه پیلامه بللې ده.

طالبانو د زمري په ۲۴ مه کابل ونیو او اوس یې ټول هېواد په واک کې دی.

هغوی ویلي وو، داسې نوی ټولګډونه حکومت به جوړ کړي چې ټول ملیتونه او سیاسي ګوندونه به په کې ځان وویني او د کور دننه او بهر به ملاتړ ولري، خو دوه ورځ مخکې یې سرپرسته کابینه اعلان کړه او ویې ویل چې دغه ګام یې د حکومتي چارو د پرمخ بیولو په موخه کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې محمد حسن اخند رئیس الوزرا او عبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي يې مرستيالان دي.

د راپورنو له مخې، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د طالبانو د کابینې په ترکیب باندې د اندېښنې سربېره ویلي چې د خوشبینۍ لپاره یو کوچنی دلیل هم نشته.

هغه ریاته کړې:« د نورو ډلو له مشارکت پرته د انتقالي حکومت اعلان، په کابل کې د اعتراض کوونکو او خبریالانو پر وړاندې پرونی تاوتریخوالی داسې نښې نښانې نه دي چې د خوشبینۍ انګیزه شي.»

چین هېواد هم د طالبانو د نوي حکومت جوړېدل د واک د تشې ډکولو، د نظم د ټینګولو او د افغانستان د بیارغونې لپاره یو اړین ګام بللی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ونبین، پرون ویلي:« هیله من یو چې د افغانستان نوي مقامات د افغانستان د ټولو قومونو او قشرونو غږ ته غوږ ونیسي چې د خپلو خلکو ارمانونه او د نړیوالې ټولنې توقعات پر ځای کړي.»

جاپان هم ویلي دي چې د طالبانو کړنې څاري او په دې اړه به له متحده ایالاتو او نورو هېوادونو سره خپله همکاري جاري وساتي.

د جاپان د کابینې منشي کاتسونوبو کاتو، پرون ویلي:« له طالبانو سره د خبرو په ګډون د یو شمېر هڅو له لارې خپل ټول کوښښ کوو چې د جاپانیانو او محلي [افغان] همکارانو چې [په افغانستان کې] پاتې دي تضمین وشي.»

قطر ویلي چې طالبانو له مصلحت‌ څخه کار اخیستی او د یو لوړپوړي قطري مقام په وینا، د دغې ډلې په اړه باید د هغوی د کردار له مخې قضاوت وشي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې لولو الخاطر، د فرانس پریس آژانس ته ویلي:« هغوی(طالبانو) تر ډېر له مصلحت‌ نه کار اخیستی. باید له دې فرصت نه استفاده وشي…او د هغوی څرګندو کړنو ته پام وشي.»

هغې ویلي، پرته له هیڅ پوښتنې طالبان اوس په افغانستان کې واکمن دي، خو هغې په دې هکله چې ایا قطر به د طالبانو په مشرۍ د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او که نه څرګند ځواب وړاندې نه کړ.

همدا راز د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په افغانستان کې د نوي سرپرست حکومت د رامنځته کېدو هرکلی کوي.

یاد وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره هیله څرګنده کړې چې دا به د پراخ ملي یووالي او تلپاتې سولې او ثبات  لپاره یوه پیلامه شي.

اروپایي ټولنې بیا ویلي چې د طالبانو سرپرست حکومت د نظام په چوکاټ کې د نورو ډلو په شاملولو کې د طالبانو ناکامي په ډاګه کړه.

د اروپایي ټولنې ویاند ویلي:« په ابتدایي تحلیل سره د اعلان شوو نومونو له مخې پوهېدای شو چې دغه [کابینه] د افغانستان د غني قومي جوړښت او مذهبي تنوع استازیتوب نه کوي او ټول شموله نه ده. هیله من یو چې د هغه څه شاهد واوسو چې طالبانو یې په تېرو اوونیو کې ژمنه کړې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې پرون امریکا او ترکیې په افغانستان کې د سرپرستې کابینې د اعلان په تړاو ویلي چې دغه پروسه څاري، خو امریکا د کابینې د ځینو غړو په اړه اندېښنه هم ښودلې، وایي د «لنډمهاله» کابینې په اړه د طالبانو څرګندونې درک کوي.

Views: 380

Exit mobile version