ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل ښار کې مزدورکارانو ته کار پیدا کول سخت شوي

کابل ښار کې مزدورکارانو ته کار پیدا کول سخت شوي

author avatar
9 Sep 2021 - 11:44
کابل ښار کې مزدورکارانو ته کار پیدا کول سخت شوي
author avatar
9 Sep 2021 - 11:44

کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۰): په کابل ښار کې د مزدورکارانو راټولېدو په څلورو سیمو (پلکو) کې د پژواک څېړنې ښيي چې د مخکني حکومت له سقوط مخکې ۴۶ سلنه مزدورکاران د کار پر پیدا کولو بریالي کېدل، خو اوس دغه سلنه څلورو راټیټه شوې ده.

طالبانو د زمري په ۲۴مه کابل ښار ونیو او اوس مهال پر ټول هېواد حاکمیت لري. د مخکني حکومت له سقوط وروسته د یو څه وخت لپاره بانکونه او په کابل ښار کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مارکېټ (شهزاده سرای) فعالیت بند کړ، خو له څو ورځو راهیسې یې بېرته فعالیت پیل کړی، خو تر اوسه عادي حالت ته نه دی راغلی.

طالبانو د وږي د ۱۷مې پر ماښام سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو لا هم ډېری دولتي مامورین خپلو دندو ته نه ځي، دولتي مامورینو او د نادولتي موسسو کارکوونکو د بانکونو د نه فعالیت له امله معاشونه نه دي ترلاسه کړي.

په ټوله کې دغه موارد د بېکارۍ د ډېرېدو لامل شوي او خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.

د اقتصادي چارو پوهان وايي چې په هېواد کې د وروستیو بدلونونو له امله بېکاري ډېره شوې، خو حکومت کولای شي په ښه مدیریت سره دغه ستونزه حل کړي. طالبان وايي چې هڅه کوي یاده ستونزه حل شي.

د بېکاریو ډېرېدل او د خلکو اندېښنې

پژواک په کابل ښار کې د مزدورکارانو راټولېدو په څلورو ځایونو (میرویس میدان، بهارستان، تایمني او پل سرخ) کې د مزدورکارانو د کار وضعیت څېړلی او موندلې یې ده چې د ډېری مزدورکارانو لپاره د کار پیدا کېدل ډېر سخت شوي دي.

د کوټه سنګي چوک (میروس میدان) د کابل ښار پنځمې حوزې اړوند سیمه ده چې ډېری خلک په کې هره ورځ د کار پیدا کولو لپاره راټولېږي.

د یادې حوزې د قلعه واحد سیمې اوسېدونکي چې د وږي په ۱۵مه نېټه په دغه چوک له نورو کسانو سره یو ځای د کار پیدا کولو په تمه و، پژواک ته وویل، د طالبانو له خوا د کابل له نیولو مخکې هره ورځ ۳۰۰ تر ۴۰۰ کسان د کار (روزانې) لپاره دغه ځای ته راتلل او له دې ډلې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ کسانو ته کار پیدا کېده.

نوموړي زیاته کړه چې اوس هم هره ورځ تر ۴۰۰ کسان دغه چوک ته د کار پیدا کېدو په تکل راځي، خو د دوی له ډلې ډېر کم کسان کار ته ځي او نور ناهیلي پاتې کېږي.

علي خان وویل: ((هيڅ کار نشته، ۲۰ ورځې کېږي چې همدلته راځم، کار مې نه دی پیدا کړی، یوازې یو یا دوه کسان که کار ته لاړ شي، نور بېکاره پاتې کېږي، ډېرې ستونزې لرم، د اولاد نفقه باید پیدا کړم، د کور کرایه باید ورکړم، موږ له اسلامي امارته غواړو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي چې اولادونه مو وږي پاتې نه شي.))

د کابل ښار د درېیمې حوزې اړوند پل سرخ چوک هم هغه ځای دی چې هره ورځ یو شمېر خلک د کار پیدا کولو په لټه هلته ځي.

سید مصطفی یو له هغو کسانو دی چې په پل سرخ چوک کې د کار پیدا کېدو په تمه ناست وي.

نوموړي وویل: ((مخکې دلته له ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان راتلل، ۷۰ تر ۱۰۰ کسان کار ته تلل، خو کله چې اسلامي امارت راغلی ۱۰۰ تر ۱۵۰ کسان د کار پیدا کېدو په موخه دلته راځي، خو له دې ډلې یوازې ۴ یا پنځه کسان کار ته ځي.))

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې چې هره ورځ تقریباً تش لاس کور ته ځي چې د کور یوازېنی سرپرست دی او باید د کورنۍ لپاره یې یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي.

د کابل ښار تایمي بله هغه سیمه ده چې هر ورځ په کې لسګونه کسان د کار پیدا کولو لپاره راټولېږي.

د تایمني سیمې اوسېدونکي حسین وویل، په دې سیمه کې هره ورځ شاوخوا ۶۰ کسان د کار پیدا کولو لپاره ټولېدل او شاوخوا ۲۰ کسانو کار پیدا کاوه، خو اوس د کار د نه شتون له امله په دې سیمه کې د مزدورکارانو شمېر شاوخوا ۳۰ کسانو ته رسېدلی او له دې کسانو پنځه یا شپږ تنه کار ته ځي، پاتې یې تش لاس کورونو ته ستنېږي.

غلام د کابل ښار بل اوسېدونکي- چې د دغه ښار بهارستان ساحه کې د نورو مزدورانو ترڅنګ د کار پیدا کولو لپاره ولاړ و- وویل، مخکې هره ورځ د کار لپاره شاوخوا ۳۵۰ کسان دې سیمې ته راتلل او له دې ډلې شاوخوا ۵۰ کسان کار ته تلل.

خو نوموړي زیاته کړه: ((اوس له ۱۰۰ تر ۲۵۰ کسان له سهاره تر غرمې انتظار وي، له دې ډلې شاوخوا ۱۵ کسان کار ته ځي.))

غلام چې د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعیت په اړه یې سخت شکایت کاوه، وویل: ((د خپلې شپې او ورځې ډوډۍ ته حیران پاتې یم، موږ هره ورځ په یوه هیله کار ته راځو، خو بېرته ناهیلي کور ته ځو.))

غلام او حسین وویل، په یادو ساحو کې ځکه د مزدورانو شمېر کم شوی چې کار نشته او خلک د کار نه پیدا کېدو له امله ناهیلي شوي او نور د کار لپاره چوک ته نه راځي.

یاد مزدورکاران وايي چې د کار پر کمېدو سربېره د روزانې پیسې هم کمې شوې دي. د دوی په خبره، مخکې یې د ۴۰۰ افغانۍ په بدل کې یوه ورځ کار کاوه، خو اوس دغه اندازه ۳۰۰ افغانۍ ته راټیټه شوې ده.

«د مزدورکارانو وضعیت بحراني دی»

دافغانستان دخواریکښو او مزدورانو سراسری اتحادیه مشر ډاکتر لیاقت عادل په هېواد کې د مزدورکارانو وضعیت «بحراني» وباله او ویې ویل، په هېواد کې د بېکارۍ کچه او فقر اوج ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړه: ((د کارګرو له مجبوریته ناوړه استفاده کېږي؛ دوی مجبورېږي چې د ۱۰۰ افغانیو کار د ۵۰ افغانیو په بدل کې ترسره کړي.))

عادل په هېواد کې له مسوولینو او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د کارګرانو ستونزو په حل کې لازمه همکاري وکړي.

د بېکارۍ ډېرېدل د نورو عواملو ترڅنګ سیاسي ريښه لري

د اقتصادي چارو پوه او د پوهنتون استاد معروف مسلمیار وویل، په هېواد کې د بېکارۍ ستونزه له تېرو میاشتو او ان له تېرو کلونو راهیسې موجوده ده.

هغه زیاته کړه: ((مثلاً د اسلامي امارت له خوا د کابل د نیولو څه کم یوه میاشت تېرېږي، خو وینو چې ښوونکو له دوو تر څلورو میاشتو معاشونه نه دي اخیستي، ان اشرف غني له تلو او تېښتې ۱۰ یا ۱۲ ورځې ۱۱ میلیارده افغانۍ ملکي بودجه نظامي بودجې ته انتقال کړه او لا هم روښانه نه ده چې هغه یې له ځان سره وړې که یې په جګړه کې مصرف کړې ده.))

د هغه په خبره، وروسته له هغه چې طالبانو کابل ونیو، بانکونه وتړل شول، مرکزي بانک فعالیت بند کړ، د صرافیو فعالیت بند شو، پیسې له حرکته پاتې شوې چې له امله یې په هېواد کې د بېکارۍ کچه لوړه شوه.

مسلمیار وویل، په افغانستان کې د بېکارۍ ډېرېدل سیاسي ریښه هم لري؛ په دې معنا چې یو نظام مات شو او پر ځای یې بل نظام راغی، د دغه نظام څرنګوالی هم تر اوسه په رسمي ډول نه دی اعلان شوی، دغه وضعیت په هېواد کې د بېکارۍ پر ډېرېدو تاثیر کړی دی.

خو هغه زیاته کړه، افغانستان د جغرافیې له اړخه کوچنی هېواد دی او نفوس یې هم ډېر زیات نه دی، له دې امله په لږو امکاناتو کولای شي د بېکارۍ کچه کمه کړي او اقتصادي ستونزې حل کړي.

مسلمیار په هېواد کې د اقتصادي ستونزو د حل او بېکارۍ د له منځه وړو لپاره وړاندیز کوي چې په حکومت کې کار اهل کار ته وسپارل شي، په افغانستان کې ګمرکونه او نورې سرچینې ډېرې دي، په ښه ډول دې مدیریت شي.

دغه راز هغه وویل، افغانستان مصرفي هېواد دی او ډېری اړتیاوې یې له نورو هېوادونو تامین کېږي، په دې اساس باید د افغانسان حکومت له ګاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې ولري څو هېواد پر سوداګریزه دروازه بدله شي.

د هغه په خبره، له نورو هېوادونو سره د افغانستان اړیکې باید پر دوو اصلونو (زموږ ګټې او اړتیاوې) ولاړې وي، څو وکولای شي اقتصادي ستونزې کمې کړي.

هغه زیاته کړه: ((که موږ د افغانستان له موقعیته ښه استفاده وکړو او له نورو هېوادونو سره دوستانه او ښې اړیکې ولرو، ان شاالله ستونزې ژر حل کېږي.))

د حالت بېرته عادي کېدو ته هیله مندي

د اطلاعات او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبيح الله مجاهد د وږي په ۱۵مه په کابل کې یوې خبري ناسته کې هیله مندي څرګنده کړه چې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.

هغه وویل، په بندرونو کې وضعیت عادي شوی، بانکونه او په کابل کې شهزاده سرای فعالیت پیل کړی او له دغه اقدام سره د افغانۍ ارزښت هم ښه شوی دی.

تر څو ورځو مخکې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بېساري کچه ټیټ شو. ان یو امریکايي ډالر په ۹۶ افغانۍ تبادله کېږي، خو نن (د وږي ۱۷مه) په شاوخوا ۸۰،۸۳ افغانۍ تبادله کېږي.

مجاهد وویل، ډېر شمېر هېوادونو له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې د همکاریو ژمنه کړې او افغان سوداګرو ډاډ ورکړی چې پانګې یې له بهره هېواد ته را انتقالوي او هېواد یې پر پانګونو ابادوي.

د هغه په خبره، اوس چې د هېواد امنیتي وضعیت ښه شوی، د لویو پروژو عملي کېدو لپاره زمینه برابره شوې ده.

پژواک د ډنمارک او د ملګرو ملتونو پراختيايي پروګرام (UNDP) په مالي مرسته دا راپور برابر کړی دی.

Visits: 108

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.