Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله څوک نه دي مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٠ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٨ مثبتې پېښـې ثبت شوې خو له امله يې څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢٠ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٨٠ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٨ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٣٩٩٠ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٤ په بادغيس او ٤ په بدخشان ولايت کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٩٦٥ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٦٨٤٧ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي، خو په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تر اوسه ٧١٦٧ مړه شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠١ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٦،٤ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 2

Exit mobile version