Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٢ کسان مړه شوي

کرونا فاریاب

کابل (پژواک، ٢١ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٤ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٢ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٠٣ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٠٤ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٤٠٩٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٤٧ په هرات، ٢٧ په بدخشان، ٩ په کندهار، ٨ په زابل، ٧ په باميان، ٤ په ننګرهار او ٢-٢ په کابل او فراه ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٧٣٢ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٧٥٧٩ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٦٩ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٤ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠١ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٦ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 12

Exit mobile version