Pajhwok Afghan News

د خوشامند خلک: زموږ ماشومانو ته دې د زده کړو زمينه برابره شي

ښرنه (پژواک، ٢٣ وږى ١٤٠٠): د پکتيکا د خوشامند ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د نا امنۍ له امله د ماشومانو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې تړل شوې وې، خو اوس بايد دغه ستونزه هواره شي.

د يادې ولسوالۍ اوسېدونکو دغه څرګندونې د پکتيکا له والي مولوي محمد عيسی ياسين سره د ليدنې پرمهال وکړې.

د يادو کسانو په استازيتوب عبدالخالق وويل چې د خوشامند ولسوالۍ ماشومان په تېرو دوو لسيزو کې له زده کړو څخه پاتې شوي دي.

هغه زياته کړه: ((د تېر حکومت مسوولين په ٢٠ کلونو کې ونه توانيدل چې زموږ ماشومانو ته مکتبونه فعاله کړي، خو ځينو ماشومانو په جوماتونو کې زده کړې کړې دي.))

د همدې ولسوالۍ بل اوسېدونکي احمدالله وويل چې د زده کړو په برخه کې په تېرو ٢٠ کلونو کې د خوشامند ولسوالۍ حق خوړل شوى دى.

ده زياته کړه: ((د نورو ولسواليو په څېر زموږ ماشومان هم حق لري چې زده کړې وکړي، خو کله هم دا چانس ورته برابر نه شو.))

يو شمېر نورو کسانو ورته څرګندونې وکړې او له والي څخه يې غوښتنه وکړه چې د ښوونځيو ترڅنګ په روغتيايي او نورو برخو کې يې هم ستونزې هوارې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د پکتيکا والي مولوي محمد عيسی ياسين وويل چې زده کړه د هر افغان وګړي حق دى او دوى کوښښ کوي چې ټولو ته د زده کړو زمينه  برابره کړي.

دى وايي: ((کومو مکتبونو چې منظوري درلوده هغه مو اوس ټول فعاله کړي او تر خپلې وسې کوښښ کوو چې امکانات هم ورته ورکړو.))

د يادونې ده چې په تېرو ٢٠ کلونو کې خوشامند د پکتيکا ولايت له نا امنو ولسواليو څخه شمېرل کېده.

Views: 18

Exit mobile version