Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله ٣ کسان مړه شوي

کابل (پژواک، ٢٣ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٠٣ مثبتې پېښـې ثبت شوې او ٣ کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٦٤ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٠٣ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٤٢٨٣ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ٦١ په هرات، ١٢ په زابل، ٧ په ننګرهار، ٦-٦ په کندهار او بدخشان، ٤ په باميان، ٣ په پکتيکا او ٢-٢ په کندوز او تخار ولايتونو ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٥٨٤ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١١٨٧٦٤ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٣ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٧٤ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٥ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٢ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٦ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 8

Exit mobile version