Pajhwok Afghan News

طالبان: په کندوز کې داعش ډله هیڅ ډول فعاليت نه لري

کندوز ښار (پژواک، ٢٣ وږى ١٤٠٠): د کندوز د ملي امنيت رييس په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې هر ډول فعاليت رد کړی او وايي چې امنيتي وضعيت ډاډمن دى.

دغه څرګندونې د کندوز د ملي امنيت رييس مولوي نجيب الله هارون د وږي په ٢٣مه رسنيو ته په خبري غونډه کې وکړې.

هغه وويل چې په دې وروستيو کې په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دى او هيڅ ډول ستونزه نشته.

نوموړي په دغه ولايت کې د داعش وسله والې ډلې د فعاليتونو په اړه وويل: ((داعش د پخواني حکومت پروژه وه او د هغه حکومت له چپه کېدو سره داعش ډله هم له منځه لاړه.))

هغه دا هم وويل چې له تاجکستان هېواد سره پر پوله کلک امنيتي تدابير نيول شوي او هيچا ته اجازه نه ورکول کېږي چې امنيتي ستونزې جوړې کړي.

هارون زياته کړه: ((موږ په پوله کې خپل تدابير نيولي، هيچا ته اجازه نه ورکوو چې زموږ خاوره د نورو پر وړاندې وکاروي او هيڅ هېواد ته هم اجازه نه ورکوو چې زموږ په چارو کې لاسوهنه وکړي.))

نوموړي ډاډ څرګند کړ چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو د پېر او پلور کچه هم صفر ته راټېټه شوې او هيڅوک دغه کار نه شي کولاى.

د يادونې ده، کندوز له ګاونډي هېواد تاجکستان سره ګډه پوله لري چې تر دې وړاندې تاجکستاني چارواکو سرحد ته څېرمه د طالبانو د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه او خپل سرتېري يې په سرحدي سيمو کې ځاى پر ځاى کړي دي.

Views: 30

Exit mobile version