Pajhwok Afghan News

لوی درستیز : د هېواد اردو به ډېر ژر بېرته منظمه شي

کابل (پژواک، ۲۴ وږی ۱۴۰۰: د افغانستان د پوځ لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي، د هېواد اردو به ډېر ژر بېرته منظمه شي او هغه څوک چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي ځپل کېږي.

هغه دغه څرګندونې نن په کابل کې یوې غونډې ته وکړي.

ده وویل چې په هېواد کې د اردو بېرته جوړېدو لپاره مشورې پیل شوي چې ډېر ژر به بېرته منظمه شي او له افغانستان څخه د سمې ساتنه لپاره زده کړې ورکول کېږي.

فصیح الدین وايي، که څوک د قومیت، ديموکراسۍ ساتنې او د “تېرو شلو کلونو لاسته راوړنو” په نوم د طالبانو پر وړاندې مقاومت کوي نو وبه ځپل شي.

هغه زیاته کړه چې په هېواد کې ګډوډي رامنځته کوونکو او هغوی ته چې هېواد کورنیو جګړو ته بیايي اجازه به ور نه کړي.

Views: 170

Exit mobile version