Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې دوه کسان د کرونا ويروس له امله مړه شوي

کرونا فاریاب

کابل (پژواک، ٢٥ وږى ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ١٢٦ مثبتې پېښـې ثبت شوې او دوه کسان يې له امله مړه شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د وږي په ٢٥ مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٤٨٦ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ١٢٦ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٤٤٨٧ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ٩١ کسان په غزني، ١٤ په هرات، ٦ په زابل، ٣-٣ په کندهار، بلخ، ننګرهار او هلمند او ١-١ په کابل، تخار او غور ولايتونو کې په کرونا ويروس اخته شوي دي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ١٢١٧ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢١٧١٦ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ٢ کسان مړه شوي چې په دې سره له دغې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٧١٨٦ ته ورسېد.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٢٦ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٣ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٦ ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 7

Exit mobile version