Pajhwok Afghan News

د فیض اباد ښاریان په نلونو کې د پاکو ابو له بندېدو شکایت کوي

فیص اباد ښار (پژواک، ۲۸ وږی ۱۴۰۰): د فیض اباد ښار اوسېدونکي د پاکو اوبو د نل له پندېدو شکایت لري او د یادې ستونزې هواري غوښتونکي دي.

هغوی وایي چې له یوې اوونۍ را په دېخوا د دوی د کورونو د نل اوبه نه ورځي او له سختو ستونزو سره مخ دي او اړ دي چې د اړتیا وړ اوبه د کوکچې له سینده چې غیر صحي دي، یوسي.

د فیض اباد ښار یوه اوسېدونکي لطف الله پژواک خبري اژانس ته وویل: «له بده مرغه اوبه نه لرو، یوه اوونۍ کېږي چې اوبه بندې شوې، د سیند له اوبو ګټه اخلو، خو له بده مرغه چې غیر صحي دي.»

ده وویل که د سیند له اوبو استفاده ونه کړو، بیا باید یوه بوشکه په ۲۰ افغانۍ واخلو.

ده زیاته کړه: د یوې فقیرې کورنۍ لپاره او څوک چې کار نه لري، د اوبو اخیستل ګران دي او د یوې افغانۍ د ورکړې وس نه لري.»

د فیض اباد ښار یوې بلې اوسېدونکې سودابې د اوبو له بندېدو شکایت لري او وايي چې د یاد ښار ډېری اوسېدونکي د کوکچې سینده له اوبو استفاده کوي.

دې په دې دلیل چې د کوکچې سیند اوبه صحي نه دي، له هغه نه یو شمېر استفاده کوونکي خلک، په ځانګړي ډول ماشومان پر ناروغۍ اخته شوي دي.

دواړه سرچینې له چارواکو غواړي چې د فیض اباد ښار د اوسېدونکو د اوبو ستونزه حل کړي او د هغوی د اوبو نلونه بېرته ورغوي.

خو په بدخشان کې د اوبو رسولو مسوولین وایي چې د دولتي بانکونو تړل کېدو او پيسو نه شتون له امله یې د اوبو رسولو چارې ځنډولې دي.

په بدخشان کې د اوبو رسولو مسوول ظاهر ستانکزی ډاډ ورکوي چې د اوبو دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.

ده زیاته کړه: «تاسې شاهدان یاست چې په هېواد کې یو لوی تحول راغلی، له شک پرته زموږ پر کارونه یې هم اغېز کړی، بانکونه تړل شوي، کومې پيسې چې په بانکونو کې لرو، له هغو ګټه نه شو اخیستلای.»

ستانکزي په ډاګه کړه: «موږ هڅه کوو چې له دې وروسته د مشتریانو پیسې په امریت کې راټولې کړو؛ ځکه چې موږ تېلو، برېښنا او نورو لګښتونوته اړتیا لرو.»

Views: 5

Exit mobile version