Pajhwok Afghan News

مولوی عالم ګل حقاني د پاسپورت ریاست سرپرست وټاکل شو

کابل (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): مولوی عالم ګل حقاني د پاسپورټ ریاست سرپرست وټاکل شو، نوموړي د دغه ریاست کارکوونکو ته له فساد سره د جدي مبارزې او په چارو کې د روڼتیا په تړاو سپارښتنې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو لاس ته د کابل له لوېدو وروسته په افغانستان کې د پاسپورټ وېش بند شوی او اړوند دفترونه یې تړلي دي، خو د پژواک یو راپور ښيي چې ځیني کسان (کمیشنکاران) په ناقانونه ډول په تور بازار کې پاسپورټونه پلوري او بیه یې تر ۱۶۰۰ ډالره رسېدلې ده.

په ورته وخت کې یاد ریاست هم ویلي چې په دې تړاو یې ځیني کسان نیولي دي.

د پاسپورټ عمومي ریاست په خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي عالم ګل حقاني د دغه ریاست د سرپرست په توګه ټاکل شوی او نن د کورنیو چارو وزارت چارواکو د دغه ریاست کارکوونکو ته ور پېژندلی دی.

سرچینه لیکي چې مولوي عالم ګل حقاني د یاد ریاست کارکوونکو ته له فساد سره د جدي مبارزې او په چارو کې د روڼتیا د ټینګښت په تړاو سپارښتنې کړې دي

د سرچینې د معلوماتو له مخې، مولوي عالم ګل حقاني د «اسلامي امارت د لومړي حاکمیت په دوره کې» د ملکي هوايي چلند وزارت اداري ريیس، د هوټلونو د تصدۍ د عمومي ريیس، د پکتیا او پکتیکا د ښاروال او په دې وروستیو کې د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو کمېسیون د مشر په توګه دندې ترسره کړې دي.

دوه ورځې مخکې د پاسپورټ ریاست ویلي وو چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ریاست فعالیت له سره پیل شي او خلک کولای شي د قانوني پړاوونو له وهلو وروسته پاسپورټونه ترلاسه کړي.

Views: 136

Exit mobile version