Pajhwok Afghan News

د خوست خلک: امریکا او نړیوال دې له افغانستان سره رغنده ډیپلوماتیکې اړیکې جوړې کړي

خوست ښار (پژواک، ۲۹ وږی ۱۴۰۰): د خوست قومي مشرانو د يوې غونډې پر مهال له نړيوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امريکا له متحده ايالاتو د افغانستان له نوي نظام سره د ښو ډيپلوماتيکو اړيکو د جوړولو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه چې د طالبانو له خوا د نوي نظام جوړېدو په ملاتړ جوړه شوې وه، قومي مشرانو دغه راز د امريکا متحده ايالاتو پر حکومت هم غږ وکړ چې د افغانستان کنګل شوې پيسې دې هم بېرته خلاصي کړي.

يوه قومي مشر توريالي منګل دغې غونډې ته وويل، نړيوال دې د کرکې او نفرتونو رامنځته کولو پر ځای د افغانانو پر يووالي او هغوی سره د مرستو په اړه فکر وکړي، څو پر خپلو پښو ودريږي او د بدبختۍ په طرف لاړ نه شي.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، کرکه او نفرت خورول نه د افغانانو او نه هم د نړيوالو په خير دي، نو له نړيوالو، په ځانګړي د امريکا له متحده ايالاتو يې غوښتنه دا ده چې له افغانستان سره ښې ډيپلوماتيکي اړيکې وساتي.

ده زياته کړه: ((د اسلامي امارت له کردار، کړنو او افعالو دا ثابتيږي چې له ټولو هېوادونو سره متقابل احترام ولري او دوی ډيپلوماتيکي اړيکې ولري. د نړيوالو نه مو هم هيله دا ده چې د افغانستان د دغه تحريک دغې غوښتنې ته لبيک ووايي او له افغانستان سره ډيپلوماتيکې اړيکې قايمې کړي.))

يوه بل قومي مشر مختارالدين جلالزوی بيا غونډې ته په خپلو خبرو کې د امريکا د متحده ايالاتو له حکومت وغوښتل چې د افغانستان لس ميليارده کنګل شوې پيسې زر تر زره خلاصې کړي؛ ځکه د هغه په وينا چې دا د افغانانو حق دی.

هغه پر ملګرو ملتونو هم غږ وکړ، لکه څنګه چې د افغانستان له تېر نظام سره نږدې پاتې شوي، همدا ډول له نوي نظام سره چې د طالبانو په لاس کې دی، هم نږدې پاتې شي، څو د افغانانو د ناخوالو د ختمېدو سبب شي.

دی وايي: ((هيله مو دا ده چې هغه کنګل شوې پيسې دا د افغانستان د خلکو شتمني ده، د ولسونو شتمني ده، هغه هم ورته ازاده کړي او په عموم کې له دوی سره نړيوالې او ‌ډيپلوماتيکي اړيکې، سياسي اړيکې، تول روابط قايم وساتي، څو دغه خلک چې ډېر د فقر او غربت تر خط لاندې دي، ازاد ژوند او ښه ژوند وکړي.))

د جان محمد په نوم يوه بل قومي مشر بيا غونډې ته په خپلو خبرو کې له طالبانو غوښتنه وکړه چې د پرديو دسيسو ته متوجه و اوسي او هيڅ بهرني هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وکړي.

ورته مهال د قومي مشرانو په ياده غونډه کې د خوست والي مولوي محمدنبي عمري وويل، که نړيوال له افغانانو سره ښه تعامل غواړي، په ديني او کورنيو چارو کې مداخله نه کوي، نو طالبان تيار دي چې له ټولې دنيا سره ښې اړيکې وساتي.

هغه زياته کړه: ((او که څوک زموږ په کورنيو چارو کې مداخله کوي، خنډونه جوړوي موږ ته، د اسلامي نظام د قيام په مقابل کې خنډ جوړوي، بيا دې هغه زموږ نه د خير توقع نه لري، مجبور يو په هغې کې به خامخا عکس العمل ښيو.))

د دې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو بيا په خپلو خبرو کې له‌ نوي نظام څخه ملاتړ څرګند کړ او ډاډ يې ورکړ چې د هر ډول‌ ناروا کارونو په مخنيوي کې له طالبانو سره همکاري کوي.

Views: 54

Exit mobile version