Pajhwok Afghan News

امیرخان متقي د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا غوښتنه کړې

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۰): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په یوه لیک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا غوښتنه کړې او «محمد سهیل شاهین» یې ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نوماند کړی.

د رویټرز د خبر له مخې، د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دوه ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو له مشرتابه په یوه لیک کې غوښتي چې دی غواړي روانه اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي ناستې ته وینا وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه تېره ورځ پیل شوې ده.

دغه راز سرچینه لیکي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په یاد لیک کې قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر یو ویاند او د سولې د مذاکراتي ډلې غړی محمد سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازی هم نوماند کړی دی.

خو سهیل شاهین، وایي دی خبر و چې داسې څه په پام کې دی خو په اړه یې نوي معلومات نه لري.

رویټرز لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یاد لیک د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند فرحان حق تایید کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان یاده غوښتنه د ملګرو ملتونو نهه کسیز ګروپ ته – چې د امریکا متحده ایالات، چین او روسیه یې مخکښ غړي دي- استول شوې ده.

سرچینې د فرحان حق له قوله لیکلي چې نور په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي غلام محمد اسحاقزي دنده بشپړه شوې ده.

اسحاقزی د روان کال په مې میاشت کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی ټاکل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې غلام اسحاقزي تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په سرمنشي غږ وکړ چې افغانستان کې د طالبانو نوی حکومت په رسمیت ونه پېژني.

طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې کابل ونیو او د وږي په ۱۶مه یې سرپرسته کابینه اعلان کړه، خو تراوسه یې حکومت کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د یادې موضوع په اړه د طالبانو د فرهنګي کمېسيون غړي بلال کریمي وویل، په یوه لیک کې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي چې له افغانانو سره اړیکې جوړې کړي، تعاملات پیل کړي او په ملګرو ملتونو کې د افغانانو حقوق ورکړل شي.

دی وايي، هیله ده چې دغه لیک ته مثبت ځواب ورکړل شي.

Views: 299

Exit mobile version