Pajhwok Afghan News

د ترکيې «EHH» موسسه له افغانستان سره د ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شویو تخمونو مرسته کوي

کابل (پژواک، ۳ تله ۱۴۰۰): د کرنې وزارت وایي، د ترکيې «EHH» موسسه له افغانستان سره د ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شويو تخمونو مرسته کوي او بزګرانو ته به د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي.

د  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ياد وزارت چارسمبالي مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه وزارت مرستيال مولوي صدراعظم، په افغانستان کې د ترکيې «EHH» مؤسسې له مسوول سره وکتل.

سرچینې لیکلي، په دې کتنه کې دواړو لوریو د دوه اړخيزو مرستو ژمنه وکړه.

سرچینې لیکلي، د کرنې وزارت سرپرست الحاج مولوي عبدالرحمن راشد، د يادې مؤسسې چارواکو ته د هر راز همکاريو او امنيت ډاډ ورکړ او ویې ویل:«د ترکيې هېواد زموږ دوست هېواد دی او هر ډول همکارۍ چې اړتيا وي ترسره کوو يې او د دغې موسسې د پروژو د پلي کېدو په موخه د بشپړ امنيت ډاډ ورکوو.»

په دغې ناسته کې د ترکيې د«EHH» مؤسسې مسوول وويل، چې د افغانستان بزګرانو لپاره د ۱۰۰مټريک ټنه اصلاح شويو تخمونو مرسته کوي او په راتلونکې کې به هم هڅه وکړي چې له کرنې وزارت سره لا ډېرې همکارۍ ولري.

هغه ویلي چې ياده موسسه د افغانستان له بزګرانو سره د مرستې په پار ښې برنامې لري او په پام کې لري چې په راتلونکې کې يوشمېر بزګرانو ته برمه يي څاګانې وباسي تر څو د دوی د ځمکو خړوبولو لپاره زمينه برابره شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کرنې وزارت له خوا هر کال د کرکېلې په موسم کې پر بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېدل او ټاکل شوې چې سږکال به هم دا لړۍ تر راتلونکې يوې مياشتې پيل شي.

Views: 31

Exit mobile version