Pajhwok Afghan News

د ماشومانو د ساتنې موسسه خپل خدمات د کندهار جګړه ځپلو ولسواليو ته غځوي

کندهار (پژواک، ۵ تله ۱۴۰۰): د ماشومانو د ساتنې موسسې  Save The Children مشر وايي، خپلې بشري مرستې او خدمات د کندهار هغو جګړو ځپلو ولسوالیو ته غځوي چې تېر شل کاله د نا امنیو له امله لاسرسی نه ورته کېده.

د دغې موسسې عمومي مسوول کریسټو پرنیمندي دغه څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال له والي حاجي محمد یوسف وفا او نورو چارواکو سره په لیدنه کې وکړې.

کریسټو وویل، د کوچنیانو د ساتنې موسسه له ۱۹۷۶ زېږدیز کال راهیسې په افغانستان کې د روغتیا، ښوونې او روزنې، بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو، د خوړو د مصئونیت او خوراکي توکو رسولو او د ماشومانو د ساتلو په برخه کې فعالیت کوي.

هغه زیاته کړه، پلان لري خپلې دغه مرستې او خدمات لا ډېر کړي او تر هغو لرې پرتو سیمو یې ورسوي چې پخوا د ناامنیو او جګړو له امله ورته رسېدل ممکن نه و.

ده وویل، کندهار ته یې د سفر موخه همدا ده څو دلته د دغې موسسې خدمات وارزوي او معلومه کړي چې مرستو او خدماتو ته یې په کومو برخو کې جدي اړتیا لیدل کېږي.

نوموړي خبر ورکړ، چې د کندهار ښار تر څنګ به په لرې ولسوالیو کې خپل خدمات څو برابره ډېر کړي.

د کندهار والي حاجي محمد یوسف وفا وویل، د طالبانو له راتلو سره امنیت خوندي شوی چې له مخې یې کورنۍ او نړیوالې مرستندویه ادارې کولای شي په پوره ډاډ خپلو فعالیتونو او خدماتو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، په تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله د لرې ولسوالیو اوسېدونکي له هر راز خدماتو لرې پاتې شوي، په کار ده یادې شوې ادارې هغوی ته ډېره پاملرنه وکړي.

نوموړي د کوچنیانو د ساتنې موسسې له مشر څخه وغوښتل چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دې د هېوادوالو لاسنیوی وکړي او په بېلابېلو برخو کې دې خپلې بشري مرستې لا ډېرې کړي.

هغه ټینګار وکړ چې د مرستو او خدماتو په برخه کې دې هغو وګړو ته لومړیتوبونه ورکړل شي چې د تېرو شلو کلونو جګړو پر مهال سخت ځپل شوي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دا کندهار ته د یوې نړیوالې مرستندویه ادارې مشر لومړی سفر دی.

طالب چارواکو په وار وار پر بهرنیو موسسو غږ کړی چې تر پخوا یې فعالیتونو ته په ښه توګه زمینه برابره شوې او هغوی کولای شي خپل خدمات روان وساتي.

Views: 30

Exit mobile version