کابل (پژواک ۶ تله ۱۴۰۰): طالبان وايي چې په بدخشان ولايت کې يې د ۲۵ ټنه لاجوردو د تيږو د قاچاق مخنیوی کړی دی.
دغه مطلب د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبیح الله مجاهد په ډاګه کړی دی.
ده په خپل ټويټر کې کښلي چې د دوی کسانو د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې په بدخشان ولایت کې د ۲۵ ټنه لاجورد تیږو له قاچاق څخه مخنیوی کړی دی.
هغه زياته کړې چې په دې تړاو ۳ تنه قاچاقچیان هم نیول شوي دي.
Views: 72