Pajhwok Afghan News

په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا له امله د مړینې پېښه نه ده ثبت شوې

کابل (پژواک، ٧ تله ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٤١ مثبتې پېښـې ثبت شوې خو له امله يې څوک نه دي مړه شوي.

د عامې روغتيا وزارت له لوري د تلې په ٧مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ٣٦٢ شکمنې پېښې معاینه شوې چې ٤١ يې مثبتې دي.

سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ١٥٥١٧٤ ته لوړ شو.

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې په تازه پېښو کې ١٠ په کندهار، ٩ په بغلان، ٦ په هرات، ٥ په بدخشان، ٤ په کابل، ٣ په زابل، ٢ په فراه او ١-١ په ننګرهار او کندوز ولايتونو کې ثبت شوې دي.

خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٢٦٩ کسان له کرونا ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ناروغۍ د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ١٢٤٦٣١ ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله څوک نه دي مړه شوي خو په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپرېدو له امله تر اوسه ٧٢٠٤ مړه شوي دي.

د يادونې ده، تر اوسه په ټوله نړۍ کې څه باندې ٢٣٣ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي چې له دې شمېر څخه ٢٠٩ ميليونه يې بېرته روغ شوي، خو څه باندې ٤،٧  ميليونه نور يې له امله مړه شوي دي.

Views: 1

Exit mobile version