Pajhwok Afghan News

د تورخم کميسار: د ناروغانو د تلو لپاره له پاکستاني لوري سره خبرې روانې دي

جلال اباد (پژواک، ۷ تله ‍۱۴۰۰): ننګرهار کې د تورخم کميسارۍ چارواکي وايي، پاکستان ته د افغان ناروغانو د تګ لپاره د اسانتياوو رامنځته کولو ته يې له پاکستاني لوري سره خبرې پيل کړې دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، همدا اوس هم هره ورځ تر ٤٠ پورې ناروغان او د هغوی يوه پايواز ته اجازه ورکول کېږي چې پاکستان ته د درملنې لپاره ولاړ شي.

خو په تورخم کې ناروغ لرونکي وايي چې له شپو شپو انتظار وروسته هم نه توانېږي چې خپل ناروغان پاکستان ته بوځي.

تورخم له لارې زيات تلونکي ناروغان د سرطان او نورې هغه ناروغۍ لري چې دلته په افغانستان کې يې درملنه ستونزمنه او ګرانه تمامېږي، نو ځکه خلک پاکستان ته ځي.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي پژواک اژانس ته وويل چې له پاکستاني لوري سره يې خبرې روانې کړې چې دغه هېواد ته د ناروغانو د تګ لپاره اسانتياوې رامنځته کړي.

هغه زياته کړه: ((موږ عوامو ته ډاډ ورکوو، زموږ د وزارت خارجه له مشرانو پاکستان سره پر دې باندې خبرې کړې دي، نو ان شاءالله دا مشکلات به هم ختم شي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، همدا اوس هم په هرو ٢٤ ساعتونو کې لږ تر لږه ٤٠ ناروغانو او د هغوی پايوازانو ته د تګ اجازه ورکول کېږي.

هاشمي له خلکو غواړي لږ تر لږه تورخم ته د ناروغانو له انتقال وړاندې بايد د حالاتو پوښتنه وکړي چې ناروغان پرېښودل کېږي کنه او يا په کومه طريقه پرېښودل کېږي.

د دغو کسانو له ډلې اتل خان پژواک ته وويل: ((زه پرون له سهاره تر ماخوستن ۸ بجو پورې تورخم کې وم، يوازې غرمه يې شپږ ناروغان پرېښودل، نور يې څوک نه دې پرېيښي.))

عبدالنبي هم خپل ناروغان تورخم ته بيولي دي.

دى وايي، هره ورځ راځي، خو چانس ورته نه برابرېږي چې خپل ناروغ پاکستان ته انتقال کړي او هلته يې درملنه وکړي.

دی له ځايي چارواکو غواړي چې له پاکستاني لوري سره دغه ستونزه بايد د خبرو له لارې حل او يوه ښه تګلاره ورته برابره کړي چې ناروغان ستونزو سره مخ نه شي.

د يادونې ده، د تورخم لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ له ډېرې مودې راهيسې تړل شوې چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

Views: 151

Exit mobile version