Pajhwok Afghan News

د کابل نړيوال هوايي ډګر ته سوداګريزې الوتنې پيل شوې

کابل (پژواک، ۸ تله ۱۴۰۰): د نړیوال هوايي رادار د معلوماتو پر بنسټ، له درېيو هېوادونو نن کابل ته سوداګريزي الوتنې ترسره کيږي.

د نړيوال هوايي رادار پاڼې د معلوماتو له مخې، دغه الوتنې به کابل ته له ترکیې، هند او ازبکستان هېوادونو څخه ترسره شي.

دغې پاڼې ليکلي چې دغه هېوادونه به نن پنجشنبه (د سپټمبر په ۳۰مه)  له نوي ډهلي، تاشکند او  استانبول څخه يوه -يوه الوتنه د کابل نړیوال هوایي ډګر ته  ترسره کړي.

دغه راز د حکومت د فرهنګي کمېسېون مرستیال احمدالله وثیق هم پر خپلې ټوېټرپاڼې ليکلي: “د نړیوال رادار د معلوماتي پاڼې له ‌مخې سر له سبا کابل ته نړیوالې الوتنې پيلېږي. ترکیه، هند او ازبکستان درې هغه هېوادونه دي چې د پنجشنبې په ورځ به ترې درې مسافر وړونکې الوتکې دکابل هوايي ډګر ته الوتنې وکړي.”

دا لومړى ځل دى چې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته له دغو هېوادونو څخه  سوداګریزې الوتنې ترسره کيږي.

له دې مخکې هم يو شمېر هندي رسنيو خبر خپور کړى و چې طالبانو په يوه استول شوي ليک د هند له هوايي چلند ادارې څخه غوښتي چې کابل ته دې خپلې الوتنې ترسره کړي.

د يادونې ده چې اوس مهال پاکستان او ایران یواځيني هغه هېوادونه دي چې د کابل نړیوال هوایي ډګر ته الوتنې ترسره کوي.

Views: 3488

Exit mobile version