Pajhwok Afghan News

سوداګر: که جلغوزیو ته بازار پیدا نه شي، په ډېره ناچیزه بیه به پاکستان ته قاچاق شي

خوست ښار (پژواک، ۱۰ تله ۱۴۰۰): سوداګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله سږ کال په لويه پکتيا، په ځانګړي ډول خوست کې د جلغوزيو حاصل څو برابره ډېر شوی، خو بيه يې په بېساري ډول را ښکته شوې ده.

هغوی د دې يې عمده لامل په هېواد کې د نظام بدلون بولي چې ورسره د افغانستان او چين ترمنځ د هوايي دهلېز ترڅنګ له ګڼو نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ او تجارت لارې هم د افغان سوداګرو پر مخ وتړل شوې.

سوداګر وايي، که د چين او افغانستان ترمنځ هوايي دهلېز بېرته خلاص نه شي، نو اړ دي چې دغه قيمتي وچه مېوه په قاچاقي لارو پاکستان ته يوسي او هلته یې په ناچیزه بيه خرڅ کړي.

د افضلي خان په نوم د جلغوزيو يوه سوداګر پژواک خبري اژانس ته وويل، په وروستيو دوو کلونو کې د دې مېوې پر قاچاق بنديز لګېدلی و، نو بيه يې هم لوړه شوې وه.

هغه وايي: ((تېر کال چين ته تلل، کوم قرارداد چې اشرف غني کړی و، چين ته تلل او رېټ روغ و. تجارانو ته حکومت څه معافي هم کړې وه، نو نرخ يې درې لکه پاکستانۍ کلدارې و، نو سږ کال داسې دی چې يو لک لس زره، يو لک پنځلس زره رېټ دی.))

ده وويل، که چېرې يادې ستونزې هوارې نه شي، نو سوداګر اړ دى چې دغه مېوه پاکستان ته قاچاق او هلته يې په ارزانه بيه خرڅ کړي.

دغه جلغوزي د خوست ښار لوېديځ لور ته په يوه ځانګړي مارکېټ کې لومړی چاڼ او بيا په بوريو کې تر بست بندۍ وروسته چين هېواد ته د استولو لپاره کابل ته لېږدول کېدل، خو سږ کال يې برخليک څرګند نه دی.

پر خوست سربېره د پکتيا او پکتيکا ولايتونو سوداګر او کروندګر هم خپل د جلغوزيو حاصلات د خرڅلاو لپاره دغه مارکېټ ته انتقالوي.

د سوداګرو په وينا چې په دغه ځای کې سږ کال د جلغوزيو د پاخه من نرخ چې پنځوس کيلوګرامه دی، شاوخوا ۵۰زره افغانۍ او ۱۰۰زره پاکستانۍ کلدارې دی چې د تېر کال په پرتله نيم په نيمه کم شوی.

د عبدالله خان په نوم د جلغوزيو يوه بل کروندګر پژواک اژانس ته وويل، که څه هم د تېر کال په پرتله يې سږ کال د ډېرو اورښتونو له کبله حاصلات دوه برابره دي، خو دا چې نرخ يې خورا ښکته دی، نو ډېر ورته په اندېښنه کې دی.

ده وويل: ((موږ دا خريد د غوټو کړی، خو دا لارې چې موږ ته خلاصې نه شي، دلته ډېره ارزاني ده چې په کومه طريقه دا لارې خلاصې شي. بل دا چې خلک تنګ دي او ډېرې پيسې پرې ورکړې دي.))

ورته مهال په خوست کې د جلغوزيو د سوداګرو اتحاديې يوه غړي فريدالله پژواک اژانس ته وويل چې تېر کال يواځې له خوست، پکتيا او پکتيکا څخه شاوخوا شل زره مټريک ټنه جلغوزي چين او نورو هېوادونو ته صادر شوي وې.

ده زياته کړه: ((تېر کال موږ د هوايي دهلېز له لارې چين ته لېږل، ارزښت يې ځکه ډېر و او لوړ و چې چين ته تلل، اوس لارې بندې دي؛ نو ځکه جلغوزي ارزان دي. له طالبانو مو جدي غوښتنه دا ده چې موږ ته دې هوايي دهلېزونه خلاص کړي، يا دې نورو مملکتونو سره وغږېږي.))

له چاڼ او په بوريو کې تر بسته بندۍ مخکې سوداګر او کروندګر د جلغوزيو غوټې د اداري کمپلېکس مخې ته يوه لوی ميدان کې لمر ته اچوي او هلته بیا د بېوزلو کسانو له خوا د خالي غوټو په بدل کې پاکېږي.

بادرک يو له دغو کسانو دی چې په دغه ولايت کې د نجونو په يوه خصوصي ښوونځي کې يې د موټر چلوونکي دنده درلوده، خو دا چې اوس د نجونو زيات ښوونځي بند دي، نو دی هم بې روزګار دی او هر سهار له خپلو درېيو زامنو سره چې عمرونه يې د لسو او اتلسو کلونو ترمنځ دي، دغه ځای ته د کار لپاره ورځي.

هغه پژواک اژانس ته وويل: ((زه په لېسه کې ډريور يم، خو کله چې دا حکومت راغی، موږ ترې خوښ يو، اداري فساد ورک شو، خو اوس کار نشته، که د کار غمه وخوړل شي، ښه خبره ده.))

بل لور ته د خوست حکومتي چارواکو تر اوسه په دې اړه د پژواک اړيکه نه ده ځواب کړې.

د معلوماتو له مخې، په ټوليز ډول افغانستان په منځنۍ کچه هر کال ۴۰زره مټريک ټنه جلغوز تولیدوي چې په دې کې شاوخوا ۳۰زره مټريک ټنه د خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو له ځنګلونو ترلاسه کېږي.

Views: 92

Exit mobile version