ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند ۷۵ کسیزې قطعې ته نظامي زده کړې ورکړل شوې

پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند ۷۵ کسیزې قطعې ته نظامي زده کړې ورکړل شوې

author avatar
4 Oct 2021 - 15:54
پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو اړوند ۷۵ کسیزې قطعې ته نظامي زده کړې ورکړل شوې
author avatar
4 Oct 2021 - 15:54

پکتیا (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو په چوکاټ کې ۷۵ کسیزې قطعې ته نظامي زده کړې ورکړل شوې او فارغه شوه.

چارواکي وايي، روزل شوې قطعه به د عام نظم او امنیت د ساتنې په موخه د پکتیا په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شي.

په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو سرپرست قومندان مولوي بدرالدین ابراهیمي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لومړي ځل لپاره مو د عامه نظم او امنیت د خوندیتوب په موخه ۷۵ کسانو ته یوه نیمه میاشت نظامي روزنه ورکړه.

هغه زیاته کړه، د دغې قطعې سرتېري به د لوړو پوړو چارواکو له لارښوونې سره سم په بېلابېلو ځایونو کې په دندو وګومارل شي.

دی زیاتوي، فارغو شوو کسانو ته لومړنۍ زده کړې ورکړل شوي، وروسته به د لوړې کچې نورې نظامي زده کړې هم ورکړل شي.

ابراهیمي وايي، د مسلکي اردو جوړولو په موخه به د دوی د روزنې چارې روانې وي چې په دې لړ کې به ډېرو نورو کسانو ته هم روزنه او زده کړه ورکړل شي.

د ۲۰۳ تند قول اردو اړوند د دغې قطعې فارغ شوي سرتېري وايي، د وسلې کارولو په برخه کې ښه روزنه ورکړل شوې او د هېواد د امنیت ساتلو لپاره خوندي دي.

يو تن فارغ شوی قاري اباسين وايي: ((موږ ته يوه نيمه مياشت زدکړې راکړل شوې، چې په کې د وسلې کارول، په بيړنيو وختونو کې د حالاتو کنټرول او ځينې نور موارد شامل وو.))

نوموړی وايي، موږ له دې وړاندې په دې برخه کې کمې زدکړې لرلې خو دغه مسلکي زده کړې به له موږ سره زياته مرسته وکړي.

د طالبانو په حاکمیت سره د سویل ختیځ زون په ټولو ولایتونو کې امنیتي پېښې کمې شوي او اړوند چارواکي وايي چې د خلکو د لا ښه امنیت لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

Views: 563

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.