Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې وسلې او مهمات نیول شوي

جلال اباد (پژواک، ۱۲ تله ۱۴۰۰): ننګرهار کې د ملي امنیت اداره وايي، په مومندرې ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال یوه اندازه مهمات او وسلې نیولې دي.

د دغو وسلو او مهماتو یوه اندازه د تېر نظام له یوه قوماندانه ترلاسه شوي دي.

د ننګرهار د ملي امنیت رییس ډاکتر بشیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د اړوند ریاست منسوبینو د ځانګړو استخباراتي معلوماتو پر بنسټ، د مومندرې په هزارناو سیمه کې عملیات کړي چې په پایله کې يې د وسلو یوه زېرمه موندلې او ترلاسه کړې ده.

هغه زیاته کړه، په دې زېرمه کې ۶۰ د راکټ مرمۍ، ۳۰ صندوقه د دهشکې مرمۍ، یو اېم ۱۶ توپک او یو کلاشينکوف شامل دي.

نوموړي دغه راز وویل چې په ورته توګه یې په شېرزادو ولسوالۍ کې هم عملیات کړي چې د دې ولسوالۍ د ټولي د پخواني قوماندان محمد عمر له کوره یې یوه دهشکه، یوه هاوان، یوه پیکا او یو کلاشينکوف او بېلابېلې مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د ملي امنیت رییس وايي، د تېر نظام له هر کارمند سره چې دولتي وسلې پاتې وي، باید په خپله خوښه یې وسپاري، که ورسره وموندل شي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د شېرزادو ولسوالۍ پخواني د ټولي قوماندان محمد عمر وايي، وسله یې د سقوط پر مهال د خوندیتوب په موخه ساتلې وه.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې طالبانو په دغه ولایت کې د وسلو او نظامي مهماتو لټون پیل کړی دی.

Views: 11

Exit mobile version