Pajhwok Afghan News

د برېښنايي پېژندپاڼو او پاسپورټونو وېش نن بېرته پیلېږي

کابل (پژواک، ۱۳ تله ۱۴۰۰): د کورنیو چارو وزارت وايي، له نږدې دوه میاشتې ځنډ وروسته نن په کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو او پاسپورټونو د وېش لړۍ بیا پیلېږي.

د دغه وزارت ویاند قاري سعید خوستي پژواک خبري اژنس ته وویل، وروسته له هغه تېره ورځ د وزیرانو شورا پرېکړه وکړه چې په هېواد کې دې د تذکرو او پاسپورټونو وېش بېرته پیل شي، دغه وزارت غواړي چې دا لړۍ نن پیل کړي.

پژواک له ده وپوښتل چې په پېژندپاڼو او پاسپورټونو کې کوم بدلون راځي او که نه؟ ویې ویل چې نور جزئیات به وروسته څرګند شي.

دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې طالبانو کابل ونیو او له هغه وروسته د پاسپورټونو او برېښنايي پېژندپاڼو د وېش بهیر وځنډېد.

Views: 2212

Exit mobile version