کندهار (پژواک، ۱۴ تله ۱۴۰۰): د کندهار د ټولګټو چارو ریاست د کندهار- هرات لویې لارې د ویجاړو شوو پولګوټو د جوړولو چارې پیل کړې دي.
دغه پلچکونه د تېرو چګړو پر مهال په ماینونو الوځول شوي وو چې خلک یې د تګ راتګ پر مهال له جدي ستونزو سره مخ کړي وو.
د کندهار د ټولګټو چارو رییس ملا نعمت الله سراجي پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار- هرات مهمې ټرانزیټي لارې په اوږدو کې د ویجاړو شوو پلچکونو د بیا جوړولو چارې روانې دي او تر دې مهاله یې ګڼ شمېر جوړ شوي دي.
هغه زیاته کړه: ((د کندهار له باغ پل سیمې څخه بیا تر لښکرګاه دوراهي پورې ټول ۴۴ لوی پلچکونه ویجاړ شوي وو چې تر اوسه ۳۳ جوړ شوي او د پاته ۱۱ نورو د جوړولو چارې روانې دي.))
نوموړي د پلچکونو د بیا جوړولو پروژې د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل خو ویې ویل چې ټول ویجاړ شوي پلونه په بنسټیره او معیاري توګه جوړېږي.
سراجي وویل، د ویجاړو شوو پلونو د جوړولو چارې موده مخکې له کندهار ښار او ولسوالیو پیل شوي او پلان دا دی چې د لرې ولسوالیو ترڅنګ د لویو لارو ویجاړ شوي پلونه هم ورغول شي.
د کندهار ښار اوسېدونکي د ویجاړو شوو پلچکونو د بیاجوړولو هرکلی کوي خو له طالب چارواکو غوښتنه کوي چې ځینې هغه ویجاړ شوي لوی پلونه هم جوړ کړي چې ولسوالۍ له ښار سره نښلوي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ یوه اوسېدونکي عبدالاحد پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د وروستیو جګړو پر مهال طالبانو پر ارغنداب سیند د جوړ شوي پول یوه برخه د ماین په وسیله ویجاړه کړه.
دی وايي د دغه پول له ویجاړېدو سره د ښار او ولسوالۍ تر منځ تګ راتګ له ستونزو سره مخ شوی او خلک اړ شوي چې پر نورو اوږدو او فرعي لارو تګ راتګ وکړي.
د ده په خبره، ارغنداب د کندهار له کرنیزو ولسوالیو څخه ده چې د محصولاتو د ژر لېږد لپاره د دغه پول جوړول ډېر مهم دي.
دغه راز نوموړي د همدې ولسوالۍ په سرکاري باغ سیمه کې د یوه بل لوی پول د جوړولو یادونه هم وکړه چې باید جوړ شي.
د ټولګټو ریاست چارواکي وايي، دا چې د لویو پلونو جوړول ډېر لګښت غواړي، دوی هڅه کوي بودیجه پیدا کړي او لوی پلونه پرې ورغوي.
د یادونې ده چې څو ورځې مخکې د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې هم په ورته توګه د ویجاړو شوو پلونو د بیا جوړولو چارې پیل شوي او تر دې مهاله یې ګڼ شمېر پلونه رغېدلي دي.
Views: 24