Pajhwok Afghan News

ننګرهار کې له داعش ډلې سره د اړيکو په تور دوه کسان وژل شوي

جلال اباد (پژواک، ۱۵ تله ۱۴۰۰): د راپورونو له مخې، د ننګرهار په اچين او بټي کوټ ولسواليو کې دوه کسان د ناپېژاندو وسله والو له لوري له داعش ډلې سره د اړيکو په تور وژل شوي دي.

په وژل شوو کې يو يې د قرانکريم حافظ او د مدرسې زده کوونکی و چې د ځايي خلکو په خبره، سترګې يې هم ترې ايستل شوې دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ يوه اوسېدونکي همت الله د تلې په ۱۵مه پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د دې ولسوالۍ په برکوټ سيمه کې ناپېژاندو وسله والو د يو ديني عالم او ښوونکي زوی له داعش سره د اړيکو په تور وژلی دی.

نوموړی که څه هم نه وايي چې ياد کس چا وژلی، خو زياتوي چې په ولسوالۍ کې مېشتو طالبانو خلکو ته ويلي چې دغه کس دوی ته کمين نيولی و او په ځوابي بريد کې ووژل شو.

بلخوا د ننګرهار د اچين ولسوالۍ ده سړک سيمه کې هم يو ځايي اوسېدونکی له داعش سره د اړيکو په تور وژل شوی او سترګې ترې ايستل شوې دي.

د اچين ولسوالۍ يوه اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک اژانس ته وويل چې شعيب د قرانکريم حافظ او د مدرسې زده کوونکی و او پرون پر دې تور وژل شوی چې د داعش ډلې غړی و.

ولايتي او امنيتي چارواکو تر اوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ویلي.

په دې وروستيو کې ننګرهار کې د داعش په نوم د خلکو مرموزې وژنې ډېرې شوې دي.

Views: 113

Exit mobile version