Pajhwok Afghan News

په ترینکوټ کې یو پخوانی پولیس د “وسله والو غلو” په برید کې وژل شوی

ترینکوټ (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۰): وسله والو غلو تېره شپه د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د پولیسو پر یوه پخواني افسر ډزې کړي، موټرسایکل یې ترې بیولی او دغه افسر وروسته د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

د اروزګان ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست رییس محمد اصف، تاییدوي چې یاد افسر د وسله والو غلو په برید کې ټپی شوی او موټرسایکل یې ترې بیولی دی. دی وایي چې امنیتي ځواکونو د غلو د نیولو هڅې پیل کړې دي.

هغه وویل چې ټپي کس د درملني په موخه کندهار ته لېږدول شوی، خو د ټپي پولیس د کورنۍ غړي وایي چې هغه تر پېښې څو ساعته وروسته روغتون ته پر لاره ساه ورکړې ده.

د شکور په نوم د وژل شوي پولیس د کورنۍ یو غړی د هغو کسانو د نیولو غوښتنه کوي چې پر پخوانیو پوځیانو برېدونه کوي.

په تېرو شاوخوا دوو میاشتو کې د تېر حکومت پر ځینو پخوانیو پوځیانو د بریدونو او د هغوی د وژل کېدو خبرونه خپاره شوي، خو د حکومت اوسنیو چارواکو ویلي چې پخوانیو پوځیانو ته عفوه شوې او که څوک له عفوې سرغړونه وکړي، سزا به ورکړي.

Views: 21

Exit mobile version