ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خاص اروزګان خلک کار او پرمختیايي پروژې غواړي

د خاص اروزګان خلک کار او پرمختیايي پروژې غواړي

author avatar
13 Oct 2021 - 15:24
د خاص اروزګان خلک کار او پرمختیايي پروژې غواړي
author avatar
13 Oct 2021 - 15:24

ترینکوټ (پژواک، ۲۱ تله ۱۴۰۰): د اروزګان ولایت د خاص اروزګان ولسوالۍ سلګونه کورنۍ چې کلونه وروسته بېرته خپلو سیمو ته ور ګرځېدلي، د امنیت له ټينګښت سره د کاري زمینو برابرول او د پرمختیايي چارو پیلول غواړي.

خلک وايي، خاص اروزګان د دغه ولایت له هغو ولسوالیو ده چې کلونه د جګړې ډګر و، بازار یې کلابند و او شاوخوا ۳ زره دوکانونه یې تړلي وو.

له دې ولسوالۍ سلګونه کورنۍ وتلې وې خو له هغه وروسته چې طالبانو د هېواد واګې تر لاسه کړې، بیرته خپلو سیمو ته په داسې حال کې راګرځېدلي چې کورونه، باغونه او شتمنۍ یې له منځه تللي دي.

د دې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل، تېر جګړو خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي او د هغوی د کلونو خوارۍ یې له منځه وړي دي.

دی زیاتوي، د جګړو له امله تر زرو ډېرې کورنۍ خپلو کورونو پرېښودلو ته اړې شوي وې خو چې امنیت راغی دغه کورنۍ خپلو نړېدلو کورونو او باغونو ته په داسې حال کې راستنې شوي چې لاسونه یې تش او د جوړولو لپاره یې هیڅ په واک کې نه لري.

شریف الله چې د دغې ولسوالۍ په بازار کې دوکان لري، پژواک ته وویل، د استوګنې د کورونو تر څنګ د دغې ولسوالۍ د بازار له ۳ زرو ډېر دوکانونه او سوداګریز مرکزونه د جګړې خوراک شوي او خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

دی وايي، نه یوازې د ولسوالۍ د خلکو دوکانونه له منځه تللي، بلکې په کې ټولې شتمنۍ هم چور او تالان شوي دي.

د دغې ولسوالۍ یو قومي مشر محمد کریم هم ورته څرګندونې کوي او له مسوولینو غواړي چې له تازه راستنو شوو کورنیو سره مرستې وکړي څو له سره خپل ژوند پیل کړي.

هغه پژواک ته وویل، دا مهال د ولسوالۍ اوسېدونکي له هر ډول پرمختیايي خدماتو او د ژوند له لومړیو خدماتو بې برخې دي.

د ده په خبره، خلک نه د څښاک لپاره اوبه لري او نه د خوراک لپاره اوړه، ځکه تېرو جګړو هر څه ورڅخه اخیستي دي.

بلخوا ځايي چارواکي ډاډ ورکوي چې ژر به د خلکو د ستونزو د حل لپاره اقدام وکړي او بېلابېلې کاري زمینې به ورته برابرې کړي، دغه راز دا یادونه هم کوي چې د خلکو ټولې ستونزې یې د مرکزي چارواکو تر غوږونو هم رسولي دي.

د خاص اروزګان ولسوال مولوي راشد پژواک اژانس ته وویل، دا مهال د ولسوالۍ په بازار کې د اوبو د یوې شبکې د جوړولو چارې روانې دي چې شاوخوا ۳ زرو دوکانونو ته به د څښاک پاکې اوبه برابرې کړي.

هغه ډاډ ورکړ چې ژر به په دغې ولسوالۍ کې نورې پرمختیايي پروژې هم پیل شي چې په دې برخه کې یې د ولایتي مسوولین او خیریه بنسټونو هم د مرستې غوښتنه کړې ده.

دغه راز د ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي عادل بیا خلکو ته د پوره امنیت ډاډ ورکوی او له هغوی غوښتنه کوي چې چې له کومې وېرې پرته خپل ژوند ته دوام ورکړي.

دغه راز ده دا هم وویل چې خلک کولای شي له وېرې پرته د دغې ولسوالۍ ټولو برخو ته تګ راتګ وکړي.

دا یوازې خاص اروزګان ولسوالۍ نه ده چې جګړو یې خلک بې کوره کړي وو او هغوی ته یې درانه زیانونه اړولي وو، بلکې د نژدې ټولې ولسوالۍ له ورته برخلیک سره مخامخ وې.

Visits: 101

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.