Pajhwok Afghan News

انقره کې افغان او ترکي چارواکو د ټولګډون حکومت جوړولو په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ٢٣ تله ١٤٠٠): د ترکيې هېواد په پلازمېنه انقره کې د افغان او ترکي چارواکو ترمنځ ناسته کې پر ټولګډون حکومت، د نجونو پر زده کړو، کډوالۍ او هوایي چلند خبرې شوې دي.

پرون د افغانستان د بهرنيو چارو د سرپرست وزیر اميرخان متقي په مشرۍ يو لوړپوړی حکومتي پلاوی په رسمي سفر انقرې ولاړ.

د بي بي سي د راپور له مخې، په دغه سفر کې ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالتیا د یوې مهمې موضوع په توګه وړاندې کړې او افغان پلاوي د خپل حکومت پر رسمیت پېژندل د یوې مهمې غوښتنې په توګه مطرحه کړې ده.

له غونډې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو خبریالانو ته وویل چې د دوی له نظره د طالبانو له ادارې سره تعامل مهم دی، خو د طالبانو د رژیم پر رسمیت پېژندل او ورسره تعامل دوه جلا مسئلې دي.

اوغلو وویل: ((موږ نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له اوسنۍ ادارې سره د تعامل ارزښت په ګوته کړی. واقعیت دا دی چې ټوله نړیواله ټولنه دا نظر تاییدوي، پر رسمیت پېژندل او تعامل دوه بېلابېلې مسئلې دي.))

هغه دا هم وويل چې په بهر کې د افغانستان د شتمنۍ د کنګل مسئله کې هم باید نرمي وشي چې لږ تر لږه د دولتي کارکوونکو میاشتني معاشونه ورکړل شي.

هغه زياتوي: ((د افغانستان اقتصاد باید ونه نړېږي؛ له همدې امله موږ نورو هېوادونو ته ویلي چې په بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګلولو مسئله کې باید نرمي وشي چې معاشونه ورکړل شي.))

همدارنګه چاووش اوغلو وویل چې یو ځل بیا یې طالبانو وهڅول چې ټولګډونه اداره رامنځته کړي او د ښځو او نجونو حقونو ته پام وکړي.

دى وايي: ((ترکیې طالبان هڅولي چې د افغانستان د یووالي لپاره باید کار وکړي، موږ نن یو ځل بیا وویل چې دوی باید د خپل هېواد د یو موټی والي لپاره ټولو ته غېږه خلاصه کړي.))

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې له طالب استازو سره یې د کډوالو مسئله هم یاده کړې او ژمنه شوې، هغه کسان چې بېرته افغانستان ستنېدل غواړي، ورسره مرسته وشي.

په ورته وخت کې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې په دې ليدنه کې د نورو موضوعاتو ترڅنګ له ترکیې افغانستان ته د ترکیې هوايي شرکتونو د الوتنو پر پیلولو هم خبرې شوې دي.

د ترکیې الوتنو په هکله داسې مهال خبرې کېږي چې د پاکستان دولتي هوایي شرکت (پي ای اې) اعلان کړی چې افغان حکومت یې په چارو کې لاسوهنه کوي او دوی له همدې کبله د اسلام اباد او کابل ترمنځ خپلې الوتنې بندوي.

بل لور ته حکومتي چارواکو تر دې دمه د (پي ای اې) دې ادعا ته کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو پرون یې له یاد شرکته غوښتي وو چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د هوایي سفر ټکټونو بیې راکمې کړي.

Views: 218

Exit mobile version