محمودراقی (پژواک، ۲۵ تله ۱۴۰۰): د کاپیسا د نجراب ولسوالۍ د شیخان دره غوث سیمه کې د فیلډر موټر چپه کېدو له امله پنځه کسان مړه شوي او یو بل ټپي شوی دی.
د دره غوث سیمې یوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون ماښام رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، د پېښې ټول قربانيان نارینه او د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکي دي چې د تفريح لپاره نجراب ته تللي وو.
هغه وویل چې د موټر چپه کېدو لامل تر اوسه نه دی معلوم.
د کاپيسا د اطلاعاتو او کلتور رييس عبدالکريم واثق هم د جزئياتو له ورکولو پرته دغه پېښه تاييد کړه.
Views: 19