ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک : خوست کې د طالبانو پر ډزو څلور قومي مشران ټپيان شوي

author avatar
23 Oct 2021 - 15:32
author avatar
23 Oct 2021 - 15:32

خوست ښار (پژواک،د لړم لومړی نېټه ۱۴۰۰): خلک وایي،په خوست کې طالبانو پر قومي مشرانو ډزې کړي چې په ترڅ کې يې څلور تنه ټپيان شوي دي.

د عيني شاهدانو او سيمې اوسېدونکو په وينا، دغه پېښه نن د لړم په لومړۍ نيټه د دغه ولايت د د‌وه منده ولسوالۍ د سيدخېلو په سيمه کې شوې چې د خوست او پکتيا ولايتونو ترمنځ مرکزي نقطه بلل کېږي.

د سمیع الله په نوم د سيمي يوه اوسېدونکي او عيني شاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، طالبانو وروسته له هغه پر يادو قومي مشرانو ډزې وکړې او ټپيان يې کړل، چې په دغه سيمه کې د‌ سيدخېلو او دريخېلو په نوم د دوو قومونو ترمنځ د دوکانونو د جوړېدو پرسر لانجه روانه وه.

هغه وويل، طالبان د دې پرځای چې منځګړيتوب وکړي او لانجه د خبرو له لارې يې هواره کړي، برعکس یې د دريخېلو قوم طرفداري کړې او د سيدخېلو د‌ قوم پر مشرانو يې ډزې وکړې، چې په پايله کې څلور تنه مشران ټپيان شوي دي.

د رحیم الله په نوم د‌ سيمې بل اوسېدونکي هم پژواک اژانس وويل چې طالبانو پر عامو خلکو ډزې کړې دي.

نوموړي له حکومتي چارواکو وغوښتل، هغه طالبان دې ونيول شي چې پر يادو قومي مشرانو يې ډزې کړې دي.

هغه زياته کړه، ټپي شوي قومي مشران په‌ خوست ښار کې يوه شخصي کلينيک ته وړل شوي، خو وايي چې د یو تن روغتيايي حالت د اندیښنې وړ دی.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د خوست د امنيتي چارواکو نظر هم واخلي، خو هغوی په دې اړه بې خبري وښوده.

Views: 87

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.