هرات ښار (پژواک، ۲ لړم ۱۴۰۰): په هرات کې سیمه ییزې سرچینې وایي چې نن له ماسپښن وروسته د دغه ښار په پنځلسمه ناحیه کې د طالبانو او وسله واله بریدګرو ترمنځ نښته پیل شوې ده.
دغه سرچینې وایي چې جګړه نن له یوې بجې وروسته پیل شوه.
د سيمې يوه اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خېمه پل دوزان سيمه کې د طالبانو او وسله والو بریدګرو ترمنځ جګړه روانه ده او له سپکو او درنو وسلو کار اخيستل کېږي.
د سرچینې په وینا، نښته د طالبانو د جلا شوې څانګې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي د مخکنیو کسانو او اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو ترمنځ ده.
د هرات سیمه ییزو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنۍ شاوخوا دوه نیمې میاشتې وروسته دا لومړی ځل دی چې په هرات کې وسله والو بریدګرو او طالبانو ترمنځ نښته کېږي.
Views: 60