Pajhwok Afghan News

په بغلان کې سږکال د پیازو حاصلات ډېر شوي خو بیه يې ټيټه ده

پلخمری (پژواک، ۲ لړم  ۱۴۰۰): د بغلان د کرنې رياست مسوولين وايي چې سږکال په دغه ولايت کې د پيازو حاصلات ډېر شوي، خو د بازار د نشتون له امله يې بیه ټيټه شوې ده.

د بغلان د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنې امر عبدالقهار ستاري د لړم په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې سږکال په دغه ولايت کې د پيازو د حاصلاتو کچه د تېرو کلونو په پرتله ډېره لوړه شوې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېرکال د دغه ولايت په درې زره هکتاره ځمکه کې پياز کرل شوي وو چې له هر هکتار څخه يې زر منه پياز ترلاسه شوي وو.

دى وايي چې سږکال د دغه ولايت په ٤١٣٥ هکتاره ځمکه کې پياز کرل شوي خو بيا له هر هکتار څخه يې ١٢٠٠ منه پياز ترلاسه شوي دي.

خو هغه په خواشينۍ سره وويل چې د پيازو حاصلاتو ته له هېواده په بهر کې د بازار د نشتون له امله په هېواد کې دننه يې نرخونه ټيټ دي.

د هغه په وينا، تېرکال په دغه ولايت کې د يو من پيازو بيه ٨٠ افغانۍ وه خو سږکال تر ٥٠-٦٥ افغانيو پورې پلورل کيږي.

ستاري ژمنه وکړه چې د کروندګرو حاصلاتو ته د بازار موندنې په برخه کې دوى جدي هلې ځلې کوي.

په دې اړه د مرکزي بغلان ولسوالۍ د شپږم سړک سيمې يو تن کروندګر محمد ظاهر پژواک ته وويل چې سږکال يې په خپلو ځمکو کې شولې او پياز کرلي و خو د پيازو په کرلو پېښمانه دى.

دى وايي: ((په پنځه جريبه کې مې پياز کرلي، څلور زره منه پياز مې ترلاسه کړي دي خو اوس يو من پياز په پنځوس افغانۍ دي چې سل افغانۍ نه شي موږ ته ګټه نه کوي، سخت يې په کرلو پېښمانه يم.))

دغه راز يو بل کروندګر صاحب الدين پژواک ته وويل چې له خپلو ځمکو څخه يې سلګونه منه پياز ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: ((ترڅو چې نرخونه لوړ نه شي په پنځوس افغانيو يې نه خرڅوم خو مطمين هم نه يم چې نرخونه دې لوړ شي.))

يو شمېر نورو کروندګرو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد د دوى حاصلاتو ته په هېواد کې دننه او بهر بازار پيدا کړي.

د بغلان د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، تېر کال په دغه ولايت کې ٢٢٨ سړې خونې جوړې شوې وې چې په يو شمېر کې يې د پيازو حاصلات ځاى پرځاى شوي دي.

Views: 40

Exit mobile version