کابل (پژواک، ۳ لړم ۱۴۰۰): زلمي خلیلزاد امریکا د یوه دیموکراټیک افغانستان په جوړولو کې ناکامه وبلله او له افغانستانه د هغه هېواد د ځواکونو ایستلو پر څرنګوالي نیوکه کوي.
د راپورونو له مخې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مخکني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد چې تېره اوونۍ یې له خپلې دندې استعفا ورکړې، له سي بي ایس تلوېزیون سره مرکه کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان پر مخکني ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د واک د وېش لپاره کافي فشار نه و راوړی.»
خلیلزاد چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي په توګه یې د خپلې دورې پر مهال د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک کړ، ویلي چې امریکا د یوه دیموکراټیک افغانستان په جوړولو کې پاتې راغلې؛ خو له «تروریزم» سره د مبارزې خپلې موخې رسېدلې ده.
د راپورونو له مخې، پر خلیلزا د ځینو امریکایی چارواکو له خوا له طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک د څرنګوالي له امله نیوکه شوې او د تلې په ۲۶ یې استعفا ورکړې ده. هغه په خپله مرکه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پر څرنګوالي نیوکه کړې. دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دوحې تړون له مهمې برخې وو.
د هغه په وینا، نه شي کولای چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل له پلان سره سم وبولي.
نوموړي ویلي چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو پایلې د هغه څه په پرتله خورا ډیرې کېدای شي چې پېښ شول.
هغه وايي، د کابل ویجاړول او په افغانستان کې د کورنۍ جګړې رامنځته کېدو د ورته پالیسۍ له ویجاړونکو پایلو څخه کېدای شي.
Views: 9