کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): کابل کې د ښځو حقونو یو شمېر فعالان په داسې حال کې د خپلو حقونو د نه مراعاتولو په تړاو لاریون کړی او ملګري ملتونه یې په دې برخه کې پر چوپتیا تورن کړي، له یاد سازمان یې وغوښتل چې د دوی غوښتنو ته پام وکړي.
یادو لاریون کوونکو چې شمېر یې ۲۰ کسانو ته رسېده، نن سهار له زنبق څلورلاري بیا د عامې روغتیا تر څلورلارې لاریون وکړ او د «د ښځو لرې کول، د انسان لرې کول»، «نړۍ ولې زموږ نابودي ګوري»، «ملګرو ملتونو سازمان باید د ښځو غوښتنو ته پاملرنه وکړي» او «تاریخ مو له چوپتیا شرمېږي» شعارونه یې ورکول.
په کابل کې د ښځو حقونو یادو فعالانو په داسې حال کې ملګرو ملتونو سازمان پر چوپتیا تورنوي چې د دغه سازمان رییس انتونیو ګوترش د تلې په ۲۹مه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د ښځو او نجونو حقونو لپاره د مبارزې غوښتنه کړې وه.
هغه ویلي وو: ((ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې پاتې کېږي او مرسته کوي، له طالبانو سره په هر ډول تعامل کې د ښځو او نجونو له حقونو دفاع او تقویې ته دوام ورکوي.))
خو په کابل ښار کې د یاد لاریون ګډونوالې صالحې عیني پژواک خبري اژانس ته وویل: ((د افغانستان د خلکو، په ځانګړې توګه ښځو په تړاو د نړیوالې ټولنې چوپتیا د دې طبقې د زیانمنېدو لامل کېږي.))
نوموړي ادعا وکړه: ((موږ په داسې هېواد کې ژوند کوو چې نرواکی دی او هر شی د نارینه وو لاس کې دي، په هر حکومت کې هڅه کوي چې ښځې توهین کړي.))
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې پر افغان حکومت فشار راوړي، څو ښځو ته د کار او لوړو زده کړو د دوام حق ورکړل شي.
په ورته وخت کې د لاریون یوه ګډونوال چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، پژواک ته وویل، دغه اعتراضي راټولېدنه له ښځو سره د حکومت د وسله والو کسانو له خوا د تاوتریخوالي له ډک چلند وروسته پای ته ورسېده.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د زمري په ۲۴مه د مخکني سیاسي نظام له سقوط وروسته د «افغانستان اسلامي امارت» چارواکو په ټینګار ویلي چې د ښځو د کار، زده کړو او تحصیل مخه نه نیسي، خو تر هغه چې ښځو او نجونو ته د زده کړو، تحصیل او کار خوندي چاپېریال برابر نه شي، ښځې دې په کورونو کې پاتې شي.
اوس مهال ښځو په شخصي ادارو، اطلاعات او کلتور وزارت، پاسپورټ ریاست، کابل هوايي ډګر او ښونځیو کې خپلو کارونو ته دوام ورکوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP