کابل (پژواک، ۴ لړم ۱۴۰۰): د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په دوحه کې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ویلي چې دغه لیدنه او کاته پرون ماښام ترسره شوي دي.
ده لیکلي، په ليدنه کې د افغانستان روان سياسي او اقتصادي وضعت او د دواړو هېوادونو ترمنځ پياوړې سیاسي او اقتصادي روابط تر بحث لاندې دي.
مجاهد همدا راز ویلي، نن به دوحه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي په مشرۍ يو پلاوی د چين د بهرنيو چارو وزیر او ورسره هیئت سره په مهمه غونډه کې ګډون وکړي.
د ده په وینا، په دغه غونډه کې دافغانستان او چين ترمنځ په مهمو سياسي، اقتصادي او نورو موضوعاتو بحث کيږي.
Views: 40