Pajhwok Afghan News

په بلخ کې د قره قل صنعت د رکود په حال کې دی

مزارشريف (پژواک، ٦ لړم ۱۴۰۰): مزار شريف کې د قره قل څرمنې يو شمېر تولیدوونکي او صنعتکاران وايي چې د بلخ په ګډون په ټولو شمالي ولايتونو کې قره قل صنعت د رکود په حال کې دی.

دوی وايي چې د قره قل له څرمنې جوړېدونکو توکو سره د خلکو د علاقې کموالی، د وچکالۍ له امله د مالدارۍ کمښت، بهرنيو هېوادونو ته د صادراتو برخه کې شته ستونزې او ځينې نور شيان يې د رکود عوامل دي.

له دې سره بلخ کې د قره قل تحقيقاتي انستيتيوت يو مسوول وايي چې په روان لمريز کال کې تر دې مهاله د قره قل ۲۷ زره پوستکي بهر ته صادر شوي دي.

قره قل صنعت يو مهال له قالينو وروسته په شمال کې دويم مهم صنعت ګنل کېده؛ خو وروستيو کلونو کې دغه صنعت خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی او اوس يې صنعتکاران او تولېدوونکي د رکود خبره کوي.

مزارشريف کې د قره قل څرمنې سوداګر ۷۰ کلن حاجي عثمان پژواک ته وويل چې له تېرو ۵۰ کلونو راهیسې د قره قل کاروبار کوي.

هغه زياته کړه چې وروستيو پنځو کلونو کې بلخ کې د قره قل صنعت بيخي د نشت برابر دی.

نوموړی زياتوي چې پخوا وختونو کې به د قره قل له څرمنې څخه ډېری جوړ شوي توکي لکه خولۍ، پکول، واسکټ، بنيان او داسې نور شيان په کور دننه استعمالیدل؛ خو اوس له دغو توکو سره د خلکو علاقمندي بيخي له منځه تللې ده.

د هغه په وينا، اوس مهال له قره قل څخه د توليد شوو توکو ځای په بازار کې بهرنيو توکو نيولی دی.

د حاجي عثمان په وينا، په پخوانيو وختونو کې د قره قل څرمنې مينه وال په بهرنيو هېوادونو کې هم ډېر وو؛ خو نوموړی وايي چې اوس هلته هم تقاضا کمه شوې ده.

نوموړي وویل: ((د قره قول له پوسته توليد شوي توکي اوس دلته څوک نه اخلي، له همدې امله زموږ کارخونې يو په بل پسې وتړل شوې او سقوط شوې.))

نوموړی له خلکو غوښتنه کوي چې د قره قل صنعت د ژوندي پاتې کیدو په خاطر دې له قره قل څرمنې څخه جوړ شوي توکي د خپلې استفادې لپاره وپېري.

بلخ کې د قره قل څرمنې يوه توليدوونکي محمد محسن پژواک ته وويل چې په افغانستان د وچکالۍ وروستيو څپو د راتلو له امله قره قل صنعت هم تر بل هر وخت ډېر زيانمن شوی دی.

نوموړي زياته کړه، چې پخوا يې ۸۰۰ څاروي درلودل؛ خو اوس يې د ټولو څارويو شمېر ۵۰ ته راښکته کړى دى چې هغه ته هم خوراکي مواد او علوفه په ډېر مشکل پيدا کوي.

هغه وويل: ((د وچکالۍ له امله د خلکو مالداري ۷۰ سلنه راکمه شوې، د څارويو لپاره علوفه او خوراکي توکي نشته، پخوا به چې چا زر څاروي درلودل هغه اوس سل هم نه لري، د دې تر څنګ د قره قل څارويو ځانکړی نسل هم د ورکیدو په حال کې دی.))

د هغه په خبره، په تېرو کلونو کې د مالدارانو ډېری څرځايونه غصب شوي دي چې له امله يې دغه ستونزې پيدا شوې دي.

دغه راز د قره قل څرمنې يوه سوداګر عبدالخالق پژواک ته وويل چې په کور دننه او له هېواده بهر د قره قل تقاضا په بیساري ډول کمه شوې ده.

نوموړی وايي چې پخوا به قره قل پوستکي اروپايي هېوادونو ته صادرېدل خو اوس يواځې فنلنډ هېواد ته يې صادرات کېږي.

د هغه په خبره، له تېرو دوه نيمو مياشتو راهيسې د سياسي وضعيت د بدلون او د نړيوالو پروازونو د بندېدو له امله د قره قل صادرات په ټپه ولاړ دي.

عبدالخالق وويل: ((په کور دننه او له هېواده بهر د قره قل څرمنې تقاضا کمېدو تر څنګ يې قيمت هم ټيټ شوی دی، مثلا که پخوا د قره قل يوه څرمن په پنځه زره افغانۍ پلورل کېده اوس هماغه څرمن له زر افغانيو څخه په لوړ قيمت نه خرڅېږي.))

همدارنګه بلخ کې د قره قل تحقيقاتي انستيتيوت مدير محمد عارف پژواک سره خبرو کې تاييد کړه چې د قره قل صنعت په وروستيو کلونو کې په بیساري ډول زيانمن شوی دی.

هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د وروستي تحول په راتلو او له نړۍ سره د افغانستان د سوداګريزو اړيکو د ټکني کېدو له امله د قره قل صادرات نور هم کم شوي دي.

نوموړي زياتوي چې په ۱۴۰۰ لمريز کال کې تر دې مهال ۲۷۰۷۹ جلده قره قل څرمنې بهر ته صادرې شوي او شاوخوا ۶۰ زره نور پوستکي چمتو دي چې د پروازونو په پیل سره به صادر شي.

بلخ کې د قره قل څرمنې صنعتکاران او سوداګر وايي چې يوه لسيزه وړاندې به په کال کې تر يو ميليون قره قل پوستکي بهر ته صادرېدل؛ خو په وروستيو څلور کلونو کې يې د صادراتو کچه هر کال سل زرو ته هم نه رسېږي.

Views: 56

Exit mobile version