Pajhwok Afghan News

د هرات په ګمرک کې اداري فساد کم شوی

هرات ښار (پژواک، ١٠ لړم ١٤٠٠): د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرچینې وايي، په افغانستان کې د نوي حکومت د کار له پیل سره د هرات په ګمرک کې د پراخ فساد کچه راټیټه شوې ده.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس يونس قاضي زاده پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې د طالبانو په راتګ سره د دغه ولايت له ګمرکونو مافيا له منځه تللې ده.

هغه وايي چې اوس بايد په ګمرکونو کې د محصول اخیستو کچې ته جدي پاملرنه وشي، څو سالم رقابت رامنځته شي.

د قاضي زاده په وینا: «له نېکه مرغه د هرات په ګمرکونو کې فساد کم شوی او د اسلامي امارت چارواکي باید له فساد سره د مبارزې په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړي، څو فساد صفر ته راټیټ شي.»

په ورته مهال، د هرات د صنایعو او کانونو خونې چارواکي هم د هرات په ګمرکونو کې د فساد له راټیټوالي خبر ورکوي.

د هرات د صنايعو او کانونو خونې رييس حميدالله خادم پژواک خبري اژانس ته وويل، اسلامي امارت د تېر حکومت پر خلاف له فساد سره د مبارزې او د ګمرکي محصولاتو د راټیټوالي لپاره اقدام کړى دى.

خادم زیاته کړه چې که د هرات ګمرکي مسوولین د هرات د صنعتي ښارګوټي د محصولاتو په څېر پر وارداتي توکو هم ګمرکي محصولات ولګوي، نو دغه کار به فابریکو ته وده ورکړي او ښارګوټی به فعال وي.

هغه څرګنده کړه: «موږ شاهدان یو چې اوس د کورنیو تولیداتو په شان خوراکي توکي بازار ته لږ راځي؛ ځکه چې تعرفې په دقیق ډول تطبیقېږي او په ګمرکونو کې د فساد مخه نیول شوې ده.»

د هرات د صنايعو او کانونو خونې رییس ادعا کوي چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره د فاسدو سوداګرو د فعالیت مخه محدوده شوې او دوى نه شي کولاى چې پرته له ګمرکي محصوله او يا په ډېره ټيټه بيه خپل مالونه هېواد ته وارد کړي.

هغه له حکومته وغوښتل چې په ګمرکونو کې له فساد سره مبارزې ته دوام ورکړي.

د باروړونکي موټر یو چلوونکی وزیراحمد وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې په ګمرک کې چا ترې پیسې نه دي غوښتې او نه یې هم چېرته کار له ستونزو سره مخ شوی دی.

د دغه موټر چلوونکي په وينا، سره له دې چې اوس مهال په ګمرک کې د دوى د مالونو د محصول پر مهال وخت نه ضايع کېږي، بلکې د دې ادارې په ورځنيو چارو کې روڼتيا له ورایه معلومېږي.

په همدې حال کې د هرات د والي مرستیال مولوي شېراحمد عمار ټینګار وکړ چې د دغه ولایت په ګمرکونو کې د فساد پر وړاندې مبارزه کې به هيڅ ډول هڅې ونه سپموي.

د هرات د والي مرستيال وویل چې د صنعت او سوداګرۍ د ودې لپاره په ګمرکونو کې د محصول اخیستو لپاره مشخص نرخ ټاکل کېږي.

د يادونې ده چې د مخکني حکومت په دوره کې په هرات کې څو ځلې سوداګرو او صنعتکارانو په ګمرک کې د پراخ فساد په تړاو اعتصاب او لاريونونه وکړل؛ خو د تېر حکومت د چارواکو له پرله پسې ژمنو سره سره د فساد د مخنيوي لپاره هيڅ کار ونه شو.

د هرات صنعتکاران او سوداګر اوس له نوي حکومته غواړي چې د فساد د مخنیوي لپاره د تېر حکومت له تېروتنو درس واخلي.

Views: 203

Exit mobile version