کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰) : عبدالله کندهاری چې د هېواد مشهور ستوری پېژندونکی و د ۷۴ کلونو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انجنیر عبدالله کندهاري د فلکیاتو، ریاضیاتو او اسلامیاتو په برخو کې ډېر اثار لیکلي او دغه راز د زیاتو کلونو د جنتريانو لیکوونکی او ترتیب کوونکی هم پاتې شوى دى.
د هغه د کورنۍ یو غړی حکمت خان وایي، عبدالله کندهاری له ډېرې مودې راهیسې ناروغ و او په کابل کې اوسېده.
نوموړی وایي، مرحوم کندهاري د ستوري پېژندنې په برخه کې په هېواد کې دننه او بهر زده کړې تر سره کړې وې او دغه راز د کابل پوهنتون استاد هم پاتې شوی دی.
دی زیاتوي چې عبدالله کندهاری یو مهال د ښار جوړونې وزیر هم پاتې شوی، دغه راز د کیهاني علومو اکاډمۍ رییس و او ډېرې نورې دندې يې هم ترسره کړې دي.
د يادونې ده چې عبدالله کندهاري به زیاتره وخت د روژې، میاشتو، اخترونو او هوا په اړه وړاندوینې هم کولې.
Views: 1197