Pajhwok Afghan News

یوناما، ایران اوځينو پخوانیو افغان چارواکو د کابل پرونی برید غندلی

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۰): یوناما، ایران، مخکني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټرعبدالله کابل کې د سرادر محمد داوودخان پر روغتون پرونی برید غندلی دی.

پرون له غرمې وروسته د سرادر محمد داوود خان روغتون مخې ته دوه چاودنې وشوې چې وروسته بریدګر روغتون ته داخل شول او ډزې یې پيل کړې.

حکومتي چارواکو ویلي چې دغه برید داعش ډلې ترسره کړی او په یاده پېښه کې درې ښځې، یو ماشوم او درې امنیتي سرتیري وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي، د دوی په خبره، په دغې پېښه کې پنځه بریدګر هم وژل شوي خو ځينې رسنۍ د مرګ ژوبلې شمېره ۴۹ تنه یادوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما)  په کابل کې د سردارمحمد داوودخان پر روغتون برید غندلی دی.

یوناما په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي:« پر طبي کارکوونکو او ملکي وګړو چې خپلې درملنې ته راغلي برید د بشر حقونو او نړیوالو بشر دوستانه قوانینو خلاف عمل دی.»

په کابل کې د ایران سفارت هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی او د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت ترڅنګ یې له دوی سره همدردي ښودلې ده.

مخکني ولسمشر حامد کرزي او د مخکني حکومت د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم دغه برید په کلکو ټکو غندلی دی.

کرزي یاد برید د بشر ضد جنایت او د افغانستان پر وړاندې د دسیسو ادامه بللې، له دغه ډول دسیسو څخه د هېواد د خلاصون لپاره سې د حالاتو پر سم درک او ملي یووالي ټينګار کړی دی.

Views: 17

Exit mobile version