مزارشريف (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۰): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د حکومت د لوړپوړي پلاوي په ګډون د تصفيې کمېسيون فعاليت پيل کړ چې د دغه ولايت مقام، امنيه قومانداني، د استخباراتو رياست او مزار قول اردو يې غړيتوب لري.
د افغانستان د استخباراتو عمومي رييس او د تصفيې کمېسيون مرستيال مولوي عبدالله غزنوي د لړم په (۱۵مه) مزارشريف کې د سيمه ييزو مسوولينو په ګډون يوې غونډې ته په وينا کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره د نظامي ليکو د تصفيې برنامې پلې کول لازمي وبلل.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د ټينګښت په موخه اړينه ده څو مفسد، غله، ناوړه استفاده کوونکي کسان د طالب ځواکونو له ليکو بهر کړای شي.
د هغه په وينا، په تېره شل کلنه دوره کې افغان ملت د اسلامي امارت د ځواکونو ټينګ ملاتړ کړی او اوس اړتيا ده چې پر ملت باندې د ترحم لاس راکش کړای شي.
مولوي غزنوي زياتوي چې د طالبانو د بيا راتګ په اوايلو کې د ملت ځورونې ځينې پېښې ترسره شوي دي؛ خو ټينګار يې وکړ چې تر دې وروسته به د هر ډول ناوړه کړنې مخه نيول کېږي.
د هغه په خبره، ټول دولتي مسوولين بايد له ملت سره ښې او نږدې اړيکې ولري او د خلکو د ځورېدو مخنيوی بايد وکړي.
د افغانستان د استخباراتو عمومي رييس همدا راز وويل چې د اسلامي نظام د ځواکونو په ليکو کې مفسدو او ناوړه فعاليت لرونکو کسانو ته ځای نشته.
په ورته مهال د بلخ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه د ځواکونو د ليکو تصفيې کمېسيون مهم ياد کړ او د بلخ ولايت پر ټولو مسوولينو يې غږ وکړ چې خپلې ليکې تصفيه کړي.
هغه وويل چې د بلخ ولايتي مسوولين بايد خپله دا درک ولري چې ناوړه استفاده کوونکو کسانو ته په خپلو صفونو کې ځای ورنه کړي.
د بلخ والي زياته کړه: ((موږ بايد خپله دا درک ولرو چې د تشکيل د زياتوالي، يا دنيوي اغراضو لکه د اعاشې او اباطې لپاره خپل افراد په غير اصولي ډول زيات نکړو، د صفوفو ټول مشران بايد دغې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.))
هغه همدا راز داعش ډلې پورې اړوند کسان خوارج وبلل او د هغوی پر ځپلو يې ټينګار وکړ.
د مزار قول اردو قوماندان مولوي عطا الله عمري غونډې ته په خپلو خبرو کې متعهد ځواک د اسلامي نظام د برياليتوب راز وباله.
هغه زياته کړه چې ځيني مغرض افراد په خپلو وړو خو ناقانونه کړنو سره د حکومتي ځواکونو د بدنامۍ سبب ګرځي او د مخنيوي لپاره يې پيل شوي اقدامات اړين وو.
Views: 46